د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د GIZ موسیسې تخنیکي همکاریو رییس سره وکتل.

publish
ثلاثاء, أكتوبر 06 2020 1:21 مساء
3

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ښاغلی بشیر احمد ته ینج د آلمان هیواد؛ GIZ پروژې د کار بازار له اړتیاوو سره سم د مهارتونو پراختیا د تخنیکي همکاریو له رییس ښاغلی مارک ونسټین کیسټی سره ولیدل.

په لیدنه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د مهارتونو پراختیا او همدا شان د فني او حرفوي زده کړو په ډګر کې د GIZ له تلپاتو همکاریو څخه مننه وکړه، و يې ویل: مونږ په راتلونکې کې هم هیله لرو چې نه یوازې د GIZ مرستې ادامه پیدا کړي بلکې دا موسسه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او نورو نړیواله مرستندویه موسیساتو ترمنځ د نور همکاریو جلب په موخه د پل په حیث کار وکړي.

ورپسې د GIZ پروژې د کار بازار له اړتیاوو سره د مهارتونو پراختیا د تخنیکي همکاریو رییس مارک ونسټین کیسټی وویل چې GIZ په پام کې لري ترڅو په نږدې راتلونکې کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره د ستراتیژیک پلان جوړولو، پالیسیو پراختیا او د یاد وزارت پروګرامونو بهتروالی په موخه، د نورو هیوادونو بریالیو تجربو څخه د ګټې اخیستې لپاره؛ د نورو هیوادونو د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانیو او باتجربه وزیرانو او همدا شان د کار او حرفې په ډګر کې نړیوالو ماهرینو په ګډون په دبۍ ښار کې درې ورځنی کنفرانس په لاره واچوي چې په یاد کنفرانس کې د کار او ټولنیزو سرپرست وزیر ګډون هم اړین ګڼل کیږي.

همدارنګه ښاغلي ونسټین د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو څخه د بهتره ملاتړ یادونه وکړه او وویل چې فني او حرفوي زده کړې په یو هیواد کې د غیرې قانوني ګډوالۍ څخه مخنیوی کوي او په همدې موخه به GIZ په نږدې راتلونکې کې ۱۵۰۰۰ جلده د فن او حرفې کتابونه چاپ او په یادو مرکزونو وویشي.

په پای کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ښاغلی بشیر احمد ته ینج ژمنه وکړه چې شرایطو ته په کتو؛ GIZ سره په همغږۍ به د یاد کنفرانس نیټه مشخصه او په یاد اړین کنفرانس کې به ګډون وکړي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار