د کار او ټولنيزو چارو وزارت، په نږدې راتلونکي کې د کارموندنې شرکتونو ټولنې او نړيوالو شريکانو په همکارۍ يو لوی کنفرانس جوړوي.

publish
سبت, سبتمبر 26 2020 9:38 صباحا
3

د کار او ټولنيزو چارو سرپرست بشير احمد ته ينج د کارموندنې شرکتونو ټولنې له استازو سره په کتنه کې وويل، چې د دې ټولنې او نړيوالو شريکانو په همکارۍ به نږدې راتلونکي کې د مهارتونو د تصديق ورکولو، د اړينو مهارتونو د تثبيت او بهر ته د کارګرانو د ليږلو پروسې نهايي کېدو اړوند يو لوی کنفرانس جوړ کړي.

ښاغلي ته ينج د بېکارۍ را کمولو کې د خصوصي سکتور ونډه مهمه و بلله و يې ويل، چې خصوصي سکتور او کارګرانو ټولنه چې بهر ته د ماهرو کارګرانو ليږلو مسوليت په غاړه لري، تر دې مهاله يې کړنې ښې او موږ يې ستايو.

د کار او ټولنيزو چارو سرپرست بهر ته د کارګرانو ليږلو موخه په هيواد کې د کار بازار باندې د فشار کمول او په کور دننه د بې کارۍ کچې را تيټول و ښوده.

ښاغلي ته ينج وويل، چې په دې برخه کې زيات کار شوی، ستونزې حل شوي او په نږدې راتلونکي کې به يې د عملي ليږد زيری له هيوادوالو سره شريک کړو.

بشير احمد ته ينج د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند مسؤلينو او د وزارت ټولنيزو شريکانو ته سپارښتنه و کړه؛ څو د کنفرانس د ښه او ژر جوړيدو په موخه يوه تخنيکي کميټه جوړه کړي.

دې ناسته کې د کارو چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي وويل چې بهر ته د کارګرانو د ليږد پروسې کاميابي يو ملي آرمان او د کار او ټولنيزو چارو وزارت بنسټيزه دنده ده؛ نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې هر کال په زرګونه هيوادوال له پوهنتونونو فارغيږي، اما د کار مارکيټ کې يې د جذب ظرفيت ډير کم دی، په همدې اساس د اوس مهال لپاره يې د حل لاره همدا بهر ته د ليږد پروسه دی.

د کاري چارو مرستيال زياته کړه، چې نږدې راتلونکي کې به د کارموندنې د ۲۰۰ تنه، ۵۰ تنه نړيوالو شريکانو او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ۳۰ تنه کارکوونکو په ګډون يو کنفرانس جوړ او د دې پروسې د نهايي کېدو او پيل اړوند به سره جدي بحث و کړي.

د افغانستان د کارموندنې شرکتونو د ټولنې مشر حاجي نورالله فدايي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې له ښه مرغه د کار او ټولنيزو چارو وزارت په همکارۍ يې جوازونه ترلاسه کړي دي؛ نوموړي بې اعتمادي د دې پروسې د نه پيل کېدو برخه کې يوه لويه ستونزه ياده کړه، زياته يې کړه، تر دې مخکې ځينو مشخصو بدنامو شرکتونو هيوادوالو ته د دروغو ژمنې ور کړې وې؛ نو ځکه د خلکو تر منځ د شرکتونو اړوند اعتبار له منځه تللی دی، نوموړي و غوښتل څو هغو شرکتونو ته چې رسمي جوازونه لري د کارګرانو د نوم ليکنې اجازه ور کړل شي.

د کاري چارو مرستيال د خصوصي شرکتونو دې غوښتنې په ځواب کې وويل، چې تر دې مهاله ۱۴ بهرنيو هيوادونو له موږ څخه د اول درجه ماهرو کارکوونکو غوښتنه کړې ده؛ په همدې موخه د افغانستان دولت راتلونکې اونۍ کې د دريو هيوادونو( ترکيه، عربي متحده امارات او سعودي عربستان) استازو سره د بهرنيو چارو وزارت کې د پروسې د نهايي کولو اړوند ناسته لري؛ نو لازمه ده، چې د عملي کار پيل کيدو د اماده ګۍ لپاره، خصوصي شرکتونه د زونونو په سطحه د ماهرو کارګرانو د زده کړو لړۍ پيل کړي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار