دوه مرسته کوونکو بنسټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

publish
خميس, فبراير 27 2020 9:38 صباحا
5

د کار او ټولنیزو چارو وزارت او راتلونکې هیلې خیریه بنسټ ( نهاد خیریه آرزوی آینده ـ FHCO ) تر منځ د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو د مرستې او همکارۍ په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

د راتلونکي هیلې خیریه بنسټ(FHCO) له شپږ میاشتو را په دې خوا د کابل لسمه ناحیه کې یو روزنتون جوړ کړی، چې د ۵۰ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ظرفیت لري، چې اوس مهال په کې ۴۰ تنه یتیم او بې سرپرسته ماشومان ژوند کوي، چې خصوصي مکتبونو کې ورته د ښونې او روزنې تر څنګ د ژوند ښه امکانات هم برابر شوي دي.

د راتلونکې هیلې بنسټ (FHCO) مشر سره د هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني وویل: موږ باید الله ج سره عهد و لرو او د هیوادوالو د خدمت په ځانګړې توګه یتیم او بې سرپرسته ماشومانو ته چې د ټولنې متضرره قشر دی، باید صادقانه کار او مرسته و کړو.

د راتلونکې هیلې خیریه بنسټ (FHCO) مشر فردین حمید بها، د خپلو خبرو په ترڅ کې یاد بنسټ کې ماشومانو ته د ښو برابرو شویو اسانتیاوو اړوند خبر ور کړ او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه و کړه.  

همدارنګه یو خصوصي وړکتون ( مادر وړکتون) مسؤلینو سره هم هوکړه لیک لاسلیک شو. دغه وړکتون کندز ولایت کې فعالیت لري، چې د ۴۰ تنه ماشومانو ظرفیت لري او هغه ماشومان چې والدین یې بې بضاعته او یا هم په مخدره توکو روږدي وي، تر پوښښ لاندې نیسي.

تازه ترین اخبار

اثنين, فبراير 02 2026 10:02 صباحا
Background image

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج ملا عبد المنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، رئيس تحسين القواعد وشروط العمل، رئيس تقنين حقوق العمل،. . .

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

باز گشت به اخبار