د قانوني کډوالۍ پالیسۍ پراختیا نړیوال مرکز پروګرام کې د کاري چارو مرستیال ګډون

publish
أحد, فبراير 16 2020 1:41 مساء
2

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري چارو مرستیال په مشرۍ یو پلاوي د نړیوالې قانوني ګډوال کېدو پالیسۍ( بهر ته د کاګرانو لیږل) اړوند پروګرام کې چې د ترکیې هیواد استانبول ښار کې جوړ شوی وه، ګډون و کړ.

د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي د خپلو خبرو په ترڅ کې د نړیوالې کډوالۍ پالیسۍ د پراختیال مرکز(ICMPD) څخه مننه و کړه او یاد مرکز یې د افغانستان ښه دوست یاد کړ، و یې ویل: افغانستان د دوه دیرش میلیونه څخه زیات نفوس په درلودلو سره، تیر څلویښت کلونه سخت جنګي شرایط تیر کړي دي، چې دغه جنګونو د افغانستان ټول ملت په ځانګړې توګه ماشومان سخت متضرر کړي دي او د کار قوې ته هم په دې هیواد کې ډیره ضربه رسیدلې ده.

ښاغلي هاشمي د خپلو خبرو په ترڅ کې؛ بې کاري یوه ټولنیزه ستونزه یاده کړه، د امنیت نشتوالی، بې سوادي، اداري فساد یې د بې کارۍ او غیرې قانوني کډوالۍ له اصلي عواملو څخه یاد کړل، زیاته یې کړه: د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل هڅه کړې، څو د کاري قوې ظرفیت لوړ او نړیوالې کډوالۍ پالیسۍ مطابق بهر ته یې و لیږي، چې په دې برخه کې د کډوالۍ پالیسۍ د پراختیا نړیوال مرکز  (ICMPD) هر اړخیزه همکاري هم له ځان سره لرو، چې هیله ده په نږدې راتلونکي کې یوه جامع پالیسي جوړه کړو.

د کاري چارو مرستیال وویل، چې سولې په راتګ سره به هیواد ته ګڼ شمیر هیوادوال بیرته راستانه شي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارو وزارتونو( د کډوالو او بیرته راستنیدونکو، بهرنیو او کلیو او پراختیا وزارتونه) سره به په ګډه د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د کاري زمینو برابرولو په برخه کې مهم پلانونه په پام کې دي.

د کاري چارو مرستیال تیره یوه لسیزه په ټوله نړۍ کې یو جدي تهدید یاد کړ، زیاته یې کړه، چې د بیکارۍ د جدي تهدید د مهارولو اړوند په پام کې ده، چې بهر ته د افغان کارګرو د قانوني لیږد په موخه د کډوالۍ پالیسۍ د پراختیا مرکز په همکارۍ یوه ستراتیژی جوړه کړو، چې په دې ستراتیژۍ تر یو بریده کار هم شوی دی او هیله ده په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي.

د ویلو ده، چې د کډوالۍ پالیسۍ پراختیا نړیوال مرکز (ICMPD) په ۱۳۹۳ میلادي کال د کډوالۍ د قانوني کیدو په موخه د سویس او اتریش هیوادونو له خوا را منځ ته شو، دغه مرکز یو نړیوالی بین الدولتی نهاد دی؛ یاد مرکز د ملل متحد یو کوچینی مدل دی، چې اوه غړي لري او مرکز یې په ویانا ښار کې دی.

 

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار