د وړکتونونو یو سل او پنځه تنه مدیرانو ته د ښوونیزو پروګرامونو څخه د فراغت تصدیق پاڼې وویشل شوې.

publish
أربعاء, يناير 29 2020 3:10 مساء
۳

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات، د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني، مالي او اداري چارو مرستیال مسعود الله اوریاخیل، یو شمیر رئيسانو او آمرینو ګډون کړی وه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري سرچینو مشر فردوس فرخ امیری په خپلو خبرو کې د ټولنې پرمختګ د ښه مدیریت او ښه ظرفیتونو پایله یاده کړه او په ادارو کې یې د کارکوونکو ظرفیت لوړول یو مهم اصل یاد کړ، نوموړي زیاته کړه: موږ هر یو باید د خپل ظرفیت او ادارې د کارکوونکو په ظرفیت لوړولو کې هڅه و کړو، څو په کارونو کې بریالیتوبونو ته و رسیږو.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د برنامو مسؤلینو او فارغانو څخه مننه و کړه، د ظرفیت لوړول یې په ادارو کې یو مهم اصل یاد کړ، زیاته یې کړه: موږ باید د وړکتونونو مدیرانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ډیره هڅه و کړو؛  ځکه دوی ماشومان روزي او د ماشومانو ښه روزنه د هیواد په پرمختګ کې مهم رول لري.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست د وړکتونونو موخه د میندو څخه ملاتړ او مکتب ته د ماشومانو د اماده کول برخه کې ګټور ځایونه دي، نوموړي زیاته کړه، وړکتونونه د ښوونې او روزنې اولنی ځای دی، یوازې زده کړه انسان یو ځای ته نه رسوي، بلکې د زده کړې ترڅنګ ښه تربیه هم ډیره مهمه ده، سرپرست وزیر همدارنګه وویل، هغه ماشومان چې په وړکتونونو کې روزل شوي، تر هغو چې وړکتونونو کې یې ښوونه او روزنه نه ده تر سره کړې، ډیر تکړه او په چارو کې بریالي وي.

ښاغلي سادات وویل، چې د هیواد ۶۴ سلنه ماشومان دي، نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت وړکتونونو او روزنتونونو کې ۳۵ زره ماشومان ساتل او روزل کیږي.


د ویلو دی، چې دغه ښوونیز پروګرامونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند وړکتونونو مدیرانو ته د پلان جوړونې، اداري مراسلاتو او انګیزې را منځ ته کولو په برخو کې جوړ شوي وو، چې تر فراغت وروسته ورته د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ له خوا تصدیق پاڼې وویشل شوې.

 

تازه ترین اخبار

اثنين, فبراير 02 2026 10:02 صباحا
Background image

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج ملا عبد المنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، رئيس تحسين القواعد وشروط العمل، رئيس تقنين حقوق العمل،. . .

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

باز گشت به اخبار