نورستان ولایت د فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه ۴۸۲ تنه فارغ شول.

publish
سبت, Jan 18 2020 2:55 PM
۲

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د نورستان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس عمرالله کامران وویل: د فني او حرفوي زده کړو دغه پروګرام د ډاکار مؤسسې او نورستان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په ګډه همکارۍ د نورستان خلکو لپاره جوړ شوی وو، چې په ترڅ کې یې ۴۸۲ تنه خویندو ا وروڼو ته د کمپيوټر، موبائيل جوړولو، خیاطۍ، نجارۍ او کندنکارۍ برخو کې د مسلکي استادانو له خوا شپږ میاشتې عملي او نظري زده کړې ور کړل شوې.

عمران الله کامران همدارنګه زیاته کړه، چې  فني او حرفوي زده کړې د کار موندنې او اقتصادي پياوړتیا برخو کې مهمې  دي، نوموړي د نورستان خلکو لپاره د ورته پروګرامو د عملي کولو په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ له پاملرنې او همکارو ادارو له مرستو څخه مننه و کړه. 

د نورستان ولایت مرستیال محمد هاشم فیضي د خپلو خبرو په ترڅ کې شاګردانو ته، د فراغت د مبارکۍ تر څنګ له هغوی و غوښتل، څو هغه حرفې چې دوی په دې پروګرام کې زده کړي، نورو هیوادوالو ته هم و رسوي.
غونډه کې د نورستان ولایت د اقتصاد رئيس بخت الله صافي، نورستان ولایت کې د ډاکار مؤسسې مسؤل محمد امین اخندزاده او د پارون د قومي شورا مشر مولوي کریم الله هم خبرې و کړې، دوی د ورته برنامو له عملي کولو خوښي څرګنده کړه او د همکارو ادارو له مسؤلینو د مننې تر څنګ یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه و کړه.

د ویلو دی، چې د فني او حرفوي زده کړو فارغانو تر فراغت وروسته د ملاتړ او شخصي کارونو پيلولو په موخه هغوی ته کاري ټولکیت ( اړوندو څانګو کاري وسائيل) هم ور کړل شول. 

تازه ترین اخبار

خميس, يونيو 05 2025 9:05 صباحا
Background image

تم توقيع اتفاقيات تفاهم لتفعيل نظام إدارة الوثائق و نظام وظيفة سهلة في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية

تم توقيع اتفاقيات بين وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبد المنان عمري و وزير الاتصالات والتكنولوجيا المعلومات الحاج المولوي نجيب الله حيات حقاني، بهدف إنشاء و تفعيل نظام إدارة. . .

أربعاء, مايو 28 2025 2:19 PM
Background image

تمت المصادقة على دليل أنشطة المجلس الأعلى للعمل

بقيادة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج  الملا عبدالمنان عمري، و بحضور ممثلين عن النقابات المعنية بالعمل، تمت المصادقة على دليل أنشطة المجلس الأعلى و دليل مهام أمانة هذا المجلس.

ف. . .

اثنين, مايو 26 2025 10:35 صباحا
Background image

بعد أربع سنوات، تم تسليم ثلاثة شباب مفقودين إلى أسرهم

تم تسليم ثلاثة شباب، كانوا قد انفصلوا عن عائلاتهم منذ نحو أربع سنوات و تلقوا الرعاية في المراكز الدعم التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، إلى والدهم بعد العثور على عائلاتهم، و ذلك. . .

باز گشت به اخبار