د دې پر ځای چې له نورو کار و غواړو، باید خپله کار رامنځ ته کړو.

publish
أربعاء, ديسمبر 18 2019 2:06 مساء
3

دغه خبره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي د کوچینو سوداګریو د پیل او پراختیا (SIYB) پروګرام څخه د شاګردانو فراغت غونډه کې و کړې.

ښاغلي هاشمي وویل: موږ د دې پر ځای چې تل له حکومت او نورو څخه کار غواړو، باید خپله کار را منځ ته کړو، چې له دې لارې به مو هم خپله دنده پیدا کړي وي او هم به مو یو څو نور هیوادوال له ځان سره مصروف کړي اوسي.

د کاري چارو مرستیال زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل هڅه کوي، څو د فن او حرفې له لارې داسې شاګردان و روزي، چې نه یوازې خپله په دندو مصروف شي، بلکې نورو هیوادوالو ته هم د کار زمینه برابره او د کارونو را منځ ته کولو لپاره یې تشویق کړي.

سید عبدالکریم هاشمي همدارنګه وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې مهاله د ۲۲۰ حرفو لپاره درسي کریکولمونه جوړ کړي دي او ژمن دی، چې د همکارو ادارو په مرسته به د دې کریکولمونو او حرفو ایجادولو لپاره کار کوي.

په دې ناسته کې د کابل د صنابع او معدن خونې مشر محمد کریم عظیمي د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه هڅه و ستایله، نوموړي سیاسي بې ثباتي او د امنیت نشتوالی په هیواد کې د بیکارۍ اساسي عوامل یاد کړل او هیله یې څرګنده کړه، څو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خصوصي سکتور سره په همغږۍ د بې کارۍ کچې را ټیټولو لپاره کار و کړي. نوموړي په هیواد کې د بهرنیو کارګرو استخدامول په کور دننه د فني کسان نشتون یاد کړ.

دا د Start Idea Your Busines(SIYB)  پروګرام څخه د شاګردانو دوهم دور فراغت وو، چې په ترڅ کې یې ۴۴ تنو ته د فراغت سندونه ور کړل شول.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار