د تعلیم پروژې رهبرۍ کمیټې غونډه د مالي او اداري مرستیال مسعود الله اوریاخیل په مشرۍ جوړه شوه.

publish
ثلاثاء, نوفمبر 05 2019 10:59 صباحا
3

په دې ناسته کې مسؤلینو د تعلیم پروژې د لاسته راوړنو او کارونو د پرمختګ په اړه معلومات د رهبرۍ کمیټې سره شریک کړل، چې د رهبرۍ کمیټې غړو له خوا هم ورسره د کارونو د لا ښه پرمختګ په اړه لازم نظرونه  او لارښوونې و شوې. 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مسعود الله اورخیل ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، بیکاري په هیواد کې یوه لویه ستونزه یاده کړه او د دې ستونزې په له منځه وړلو او هیوادوالو په ځانګړي توګه هغو ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې چې له بیرون څخه بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، د ورته پروژو پلي کول مهم یاد کړل.

 اوریاخیل زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ورته پروژو د ښه عملي کولو او رهبري کولو لپاره ژمن او په دې برخه کې یې د نړیوالو مرستندویانو څخه د مننې ترڅنګ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه  وکړه. 

تعلیم پروژه د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو له هغو پروژو څخه ده، چې د اروپایي اتحادیې له خوا تمویل کیږي او د هیواد په دولسو ولایتونو کې د کډوالو سره د فني او حرفوي زده کړو ور کولو او کار پيدا کولو برخه کې کار کوي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار