بهر ته د کارګرانو لیږلو او کور دننه کارموندنې پروژې ټولنیز مسائيل او چاپیریال ساتنې مدیریت چارجوب تائيد شو.

publish
اثنين, يوليو 29 2019 10:49 صباحا
1

بهر ته د کارګرانو لیږلو او کور دننه کارموندنې پروژې اړوند ټولنیزو مسائيلو او چاپيریال ساتنې مدیریت سند د دې پروژې له شریکانو سره په دوهمه مشورتي ناسته چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د سرپرست وزیر سید انور سادات په مشرۍ جوړه شوې وه، د ګډونوالو او شریکانو له خوا په پرنسیپ کې تائيد شو.

په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات، بهر ته د کارګرانو لیږلو او کور دننه کارموندنې پروژې  (PLACED)اړوند خبرې و کړې و یې ویل: اوس مهال افغانستان له مختلفو امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دی، خو بیوزلي او بې کارۍ د هیواد پر ټولنیزو ستونزو زیات تاثیر اچولی دی، خو دغه پروژه به د بې وزلۍ او بې کارۍ په له منځه وړلو کې ګټوره تمامه شي.  

سید انور سادات زیاته کړه، چې بهر ته د کارګرانو لیږلو او کور دننه کارموندنې پروژه  (PLACED)د نړیوال بانک له خوا تمویلیږي او د دې نهاد لومړنۍ تجربه ده، چې وروسته له منظورۍ دې پروژې ته پنځوس میلیونه ډالره ځانګړي کوي.  

په غونډه کې د یادې پروژې تخنیکي برخې مسؤل هارون شیرزي د پروژې اړوند معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو د پوښتنو په ځواب کې د پروژې د سرپرست او نورو مسؤلینو له خوا لازم توضیحات وړاندې شول.  

همدارنګه په ناسته کې د یادې پروژې د موخو، د سند جوړولو لارو، د پلي کوونکو ادارو مسؤلیتونو علاوه د خطر کمولو برنامې، د ټولنیزو او چاپيریال ساتنې عمده خطرونو او تاثیرونو، د ښاریانو د مشارکت، شکایتونو ته د رسیدو، د پروژې پر نظارت او خلکو سره د عامه معلوماتو شریکولو او مشورو اړوند هم هر اړخیزې خبرې و شوې.

د ویلو دی، چې د دې سند په نهایي کېدو سره به متحده عربي اماراتو ته د  کارګرانو لیږلو او کور دننه کارموندنې پروژه په عملي توګه پيل شي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار