مسعود الله اوریاخیل د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیا ل په توګه و ټاکل شو.

publish
أربعاء, يوليو 17 2019 10:50 صباحا
1

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ مسعود الله اوریاخیل د دې وزارت د مالي او اداري چارو نوي مرستیال په صفت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات له خوا د وزارت کارکوونکو ته ور و پيژندل شو.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي، د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني، د ملي امنیت شورا مرستیال داکتر جاوید احمد قایم، یو شمیر معینانو، د ملي شورا وکیلانو، رئيسانو او د وزارت کارکوونکو ګډون کړی وه.

غونډه د قران کریم په مبارکو ایتونو پيل شوه او تر ملي سرود وروسته د مالي او اداري چارو مرستیال د ټاکلو په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام حکم د وزارت د دفتر رئيس سید حمیدالله سادات له خوا و لوستل شو.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات، مسعود الله اوریاخیل ته د مبارکۍ ترڅنګ، د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه د نوموړي ټاکنه یو پر ځای اقدام یاد کړ او له هغه یې  و غوښتل، څو د یاد معینیت په ټوله کې د وزارت له کارکوونکو سره په پوره همغږۍ او همکارۍ خپل کارونه تر سره کړي.  

سید انور سادات زیاته کړه، له نیکمرغه ولسمشر، د ځوانانو په تعهد او تخصص باور لري او د ملي یووالي حکومت له پيله تر دې مهاله یې ګڼ شمیر ځوانو کادرونو ته په لوړو پوستونو کې د خدمت چانس ور کړی دی.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وویل: په ټیمي کار باورمند یم، هیوادوال له پخوا لا زیات اوس د کار او ټولنیزو چارو څخه توقع لري، ځکه دغه وزارت د ټولنې مختلفه متضرره قشرونو ته خدمتونه وړاندې کوي، هڅه باید کوو، څو دغه خدمتونه لا زیات او ښه کړو؛ د کار ملي کنفرانس څخه چې تیر کال جوړ شو، ښه پایله مو تر لاسه کړه( د کار ملي کنفرانس ۸۰ سلنه هوکړو تحقق موندلی) او په پام کې ده، په نږدې راتلونکي کې د ټولنیز خوندیتوب ملي کنفرانس هم جوړ کړو.

د مالي او اداري چارو نوي مرستیال مسعود الله اوریاخیل د جمهوري ریاست عالي مقام او وزارت رهبري هیئت څخه پر ده د اعتماد او د یاد معینیت د دروند مسؤلیت ور سپارلو په اړه مننه و کړه، ژمنه یې و کړه، چې په پوره صداقت او ایماندارۍ به خپل کاري ټیم سره د وزارت مالي او اداري چارو پر مخ یوسي.

مسعود الله اوریاخیل د خپلو خبرو په ترڅ کې،  د وزارت د عادي او پراختیایي بودجې ښه مصرف، د مرکز او ولایتونو په سطحه د بودجې متوازن ویش، د وزارت د عوایدو ټولولو چټکتیا، د استخدام برخه کې اصلاحات او د الکترونیکي حکومت دارۍ تطبیق د خپلو کارونو له لومړیتوبونو څخه یاد کړل.

د ویلو دی، چې مسعود الله اوریاخیل، امریکایي پوهنتون کې زده کړې کړي او له دې وړاندې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تدارکاتو رئیس په صفت دنده پر مخ وړله.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار