د شا او خوا شپږ سوه او پنځوس زره امریکایي ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت د روزنتون ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

publish
أربعاء, يونيو 12 2019 3:52 مساء
۱

په همدې موخه د کار او ټولنیزو وزارت د ستر سلاکار عبدالقیوم زاهدي په مشرۍ یو لوړ رتبه هیئت لوګر ولایت ته سفر و کړ او د یاد ولایت د چارواکو سره تر لیدنې وروسته یې د نوموړي ولایت لپاره د روزنتون ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ستر سلاکار عبدالقیوم زاهدي د لوګر والي محمد انور اسحاق زي سره د لیدنې پر مهال نوموړي سره د سفر په اړه معلومات شریک کړل، زیاته یې کړه، چې د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې او فرمان په اساس او د کار، ټولنیزو چارو، ښار جوړونې او مالیې وزارتونو د درې اړخیزه هوکړه لیک په اساس ۱۳ ولایتونو کې د مخکې جوړو شویو موادو او دیوالونو څخه روزنتونونه جوړیږي، چې په روان کال کې به د لوګر ولایت په شمول پنځو ولایتونو کې روزنتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.

 د  اراضي او ښار جوړولو وزارت استازي د یاد روزنتون د بنسټ د ډبرې ایښودلو مراسمو کې وویل، چې یاد روزنتون به د درې نیمو میاشتو په بهیر کې د لوړ کیفیت لرونکو مخکې جوړو شویو ساختماني ټوټو څخه جوړ او تر جوړیدو وروسته د دې وزارت اړوند ولایتي ریاست په واک کې ور کړل شي.

د لوګر والي محمد انور خان اسحاق زي د کابل څخه ورغلي هیئت ته د ښه راغلاست او د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی، چې د لوګر ولایت د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د روزنتون سهمیه ور کړل شوې ده، نوموړي ژمنه و کړه، چې د لوګر ولایت ولس او سیمه ایزه اداره به د یاد روزنتون او بې سرپرسته ماشومانو په ښه روزنه او ساتنه کې زیاته هڅه و کړي.

لوګر ولایت ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه ورغلي پلاوي مشر عبدالقیوم زاهدي همدارنګه د یاد ولایت د وړکتون، فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه هم لیدنه و کړه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې و کړې.

د ویلو دی، چې اوس مهال په هیواد کې ۶۷ دولتي او خصوصي روزنتونونه فعالیت لري، چې شا او خوا لس زره بې سرپرسته ماشومان په کې ساتل او روزل کیږي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار