د ماشوم د حقونو د ملاتړ قانون د ولسمشر له خوا توشیح او د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو.

publish
أحد, مايو 05 2019 2:20 مساء
2

د ماشومانو د حقونو څخه د ملاتړ قانون تر تصویب او ولسمشر له خوا تر توشیح وروسته د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د جمهوري ریاست عالي مقام دوهم مرستیال قانونپوه سرور دانش له خوا معرفي شو. په همدې موخه جوړه شوې غونډې کې د جمهوري ریاست عالي مقام دوهم مرستیال سرور دانش وویل، چې د ماشومانو ښه روزنه او ساتنه یو اسلامي، انساني او بشري حقونو د رعایت یو مهم اصل دی. ښاغلي دانش همدارنګه زیاته کړه، چې د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق په نړیواله سطحه د ماشومانو څخه د ښه ملاتړ په موخه را منځ ته شوی دی او له نیکمرغه افغانستان هم د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی، چې د ماشومانو اړوند ټولو معاهداتو او کنوانسیونونو سره محلق دی. نوموړي همدارنګه زیاته کړه: دغه قانون د ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره یو ښه اجرائيوي میکانیزم دی؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر څنګ چې تر ډیره د یو همغږي کوونکي او رهبري کوونکي وزارت په توګه، نور ټول وزارتونه او اړوند ادارې هم مکلفې دي، چې د دې قانون په ښه پلي کولو کې هلې ځلې و کړي. په غونډه کې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني وویل، چې د ماشومانو څخه ملاتړ او ساتنه په اصل کې د هیواد څخه ښه ساتنه ده، زیاته یې کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه لري. د افغانستان لپاره د یونسف ادارې مرستیالې او سرپرستې میرمن شیما سین ګوپتا بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د ماشومانو څخه د ملاتړ قانون جوړیدل یو ښه ګام یاد کړ، و یې ویل: لکه څنګه مو چې د دې قانون په جوړیدلو کې همکاري کړې، د پلي کولو په برخه کې به یې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره ښه همکاري و لري. د ویلو دی، چې د ماشوم د حقونو څخه د ملاتړ قانون په ۱۶ فصلونو او ۱۰۸ مادو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د تقنیني فرمان له مخې توشیح او توشیح له نيټې نافذ دی.

تازه ترین اخبار

اثنين, فبراير 02 2026 10:02 صباحا
Background image

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى

عُقد الاجتماع الدوري لمجلس العمل الأعلى برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج ملا عبد المنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، رئيس تحسين القواعد وشروط العمل، رئيس تقنين حقوق العمل،. . .

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

باز گشت به اخبار