د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر د جمهوري ریاست عالي مقام د دوهم مرستیال سرور دانش له خوا معرفي شو.

publish
اثنين, أبريل 15 2019 4:14 مساء
۳

د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ، سید انور سادات د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په توګه معرفي او په کار پيل و کړ.

هغه غونډه چې په همدې موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، په کې د جمهوري ریاست عالي مقام دوهم مرستیال سرور دانش، د کابینې یو شمیر غړو، د یو شمیر وزارتونو مرستیالانو، ملي شورا کې د خلکو یو شمیر استازو، د وزارت رهبري هیئت او د وزارت ګڼ شمیر کارکوونکو ګډون کړی وه.

په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په توګه د سید انور سادات د تقرر حکم د جمهوري ریاست د عالی مقام د دفتر مرستیال ویس هدایت له خوا و لوستل شو او ور پسې د کار او ټولنیزو چارو مخکني وزیر فیض الله ذکي په خپله کاري دوره کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه خبرې و کړې او د نوي سرپرست وزیر په توګه د سید انور سادات ګمارنه یې پر ځای اقدام یاد کړ او نوموړي ته یې په کارونو کې د بریالیتوب هیله و کړه.

د جمهوري ریاست عالي مقام دوهم مرستیال سرور دانش بیا د کار او ټولنیزو چارو مخکني وزیر کړنې و ستایلې او نوموړی یې یو نیک، په کار پو او ښه شخصیت یاد کړ، ښاغلي دانش همدارنګه وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یو پالیسي سازه ادارې په توګه په تیرو څو کلونو کې د قوانینو او مقررو په برخه کې کار کړی دی، خو د تطبیق په برخه کې لا زیات کار ته اړتیا ده، چې باید تر سره شي.

سرور دانش د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه د سید انور سادات معرفي کیدو تر څنګ د دې وزارت د نوې رهبرۍ سره د ملي یووالي حکومت همیشه ګۍ همکارۍ ژمنه تازه کړه، سید انور سادات یې یو مناسب او توانا شخص یاد کړ او نوموړي ته یې د الله ج له درباره په کارونو کې د لا زیاتو بریاوو غوښتنه و کړه.

د کار او ټولنیزو چارو نوي سرپرست وزیر بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د جمهوري ریاست عالي مقام د اعتماد څخه مننه و کړه او ژمنه یې و کړه، چې کارونه به د وزارت له همکارانو سره په ښه توګه مخته یوسي.

په پای کې هم د کار او ټولنیزو چارو نوی سرپرست وزیر د جمهوري ریاست عالي مقام د دوهم مرستیال سرور دانش او یو شمیر نورو لوړ رتبه چارواکو له خوا د کار تر دفتر بدرګه او رسما یې په کار پيل و کړ.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار