لغمان کې ۲۴۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
خميس, أبريل 23 2026 12:14 مساء
لغمان

د لغمان ولایت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو؛ ۲۴۰ تنه ځوانانو ته د موبایل‌ترمیم، موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ او برېښنا په حرفو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوه.

په پرانیست غونډه کې د لغمان ولایت د کار او ټولنيزو چارو رئيس الحاج مولوي سیدجمال‌الدین هاشمي په خپلو خبرو کې وویل: یاد ځوانان به تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو د ترلاسه کولو وروسته د کار بازار ته داخل او خپلو کورنیو ته به د حلالې نفقې د پيداکولو سبب وګرځي.

همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام له زده‌کوونکو څخه وغوښتل، چې له وخت او زده‌کړو څخه په غوره توګه استفاده وکړي، ترڅو په راتلونکي کې خپلو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي.

په پای کې د لغمان ولایت مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله هم په هېواد کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فعالیتونو د ستاینې سربېره ځوانانو ته په خطاب کې وویل؛ تاسو د هېواد پانګه یاست، هیله ده خپلې زده‌کړې د هېواد د خدمت او پرمختګ لپاره وکاروئ، په صداقت او ژمنتیا سره خپل مسئولیت ادا‌ء کړئ.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار