راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

media_admin
ثلاثاء, أبريل 14 2026 3:31 مساء
راستنېدونکو افغانانو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ؛ د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو د استازو په ګډون، بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو پر څرنګوالي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د مهارتونو د ارزونې، د لنډ مهاله ګټورو برنامو تطبیق، د کار بازار اړتیاوو ته په کتو په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا او د هغوی لپاره د دوامدارو کاري فرصتونو برابرولو په اړه هر اړخیز بحث وشو، چې نه یوازې د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لامل ګرځي، بلکې د ټولنې په اقتصادي ثبات کې هم اغیزمنه ونډه لري.

 همداراز د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل، چې راستنېدونکي هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د هغوی ملاتړ د ټولو اړوندو ادارو ګډ مسئولیت بلل کېږي.

مولوي احمدزي د خبرو په دوام زیاته کړه؛ د امارتي ادارو او خصوصي ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ له لارې باید راستنېدونکي هېوادوال لومړی په سمه توګه له ارزول کېدو وروسته د هغوی د مهارتونو او وړتیاوو له مخې په اړوندو برخو کې ورته کاري فرصتونه برابر شي.

یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د راستېدونکو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدو په عالي کمېسیون کې د کارموندنې د کمېټې مشري پرغاړه لري او اړوند وزارتونه یې غړي دي؛ دا کمېټه په خپلو ناستو کې تر ډېره د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو پر لارو چارو او په دې برخه کې د ګډو اقداماتو پر ترسره کولو تمرکز کوي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أبريل 14 2026 9:54 صباحا
Background image

تخرّج أكثر من 40000 شاب من برامج التعليم الفني والمهني خلال العام الماضي

 

صرّح بذلك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال حفل تخرّج 128 شاباً من أحد المراكز الخاصة للتعليم الفني والمهني.

وقد تخرّج هؤلاء. . .

أحد, أبريل 12 2026 11:36 صباحا
Background image

تفتيش 470 مؤسسة حكومية وغير حكومية خلال العام الماضي

تمكّنت رئاسة تفتيش العمل والإرشاد التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، خلال العام الماضي، من تفتيش وتقييم 470 مؤسسة حكومية وغير حكومية، بما في ذلك الشركات الإنتاجية وشركات الاتصالات. . .

أربعاء, أبريل 08 2026 3:09 مساء
Background image

بحث معين شؤون العمل مع وزير الاقتصاد سبل تعزيز فرص التوظيف وتقوية التنسيق الاقتصادي

عقد معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، برفقة وفد مرافق، لقاء وزير الاقتصاد الحاج قاري دين محمد حنيف، حيث بحثا جملة من القضايا ذات الصلة.

ف. . .

باز گشت به اخبار