د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې نوې ټاکنې شوي دي

media_admin
ثلاثاء, يناير 27 2026 1:41 مساء
نوې ټاکنې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مقام د وړاندیز په اساس او د ریاست‌الوزراء په منظورۍ نن درې تنه نوي رئیسان او د ټولنیزو چارو مشاور خپلو کارکوونکو ته معرفي شول.
په نویو ټاکنو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو پخوانی مشاور مولوي عبدالرقیب احمدي د روزنتونونو د رئیس په توګه، د روزنتونونو پخوانی رئیس مولوي محمد اصغر صفدري د ټولنیزو چارو د مشاور په توګه، مولوي نجیب‌الله وقاد د ماشوم‌ساتنې د رئیس په توګه او عبدالستار افغان د کارموندنې د رئیس په توګه نن خپلو مأمورینو او کارکوونکو ته
معرفي شول.
 هغه غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي نویو ټاکل شویو رئیسانو او مشاور ته په چارو کې د بریالیتوب او غوره خدمت غوښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په خپل کاري چاپېریال کې د افغانستان اسلامي امارت اداري اصول او سپارښتنې مراعات کړي.
هېره دی نه وي؛ چې په یاده معرفي‌غونډه کې د کار چارو معین سربېره؛ د ټولنیزو چارو معین مولوي عبیدالله امین‌زاده، مالي او اداري چارو معین مولوي عبدالعزیز نصیر، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړونده رئیسانو او مشاورینو هم ګډون کړی وو او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه یې نویو معرفي شویو رئیسانو او مشاور ته د مزید توفیق او په چارو کې د بریالیتوب  غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار