اسعدآباد روزنتون کې د خیاطۍ حرفه پرانېستل شوه

media_admin
أحد, يناير 04 2026 9:50 صباحا
Kunar

د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د اسعدآباد هلکانو روزنتون کې د خیاطۍ حرفه او د نجونو روزنتون ته د لمریزې برېښنا برابره شوه.

الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلې پرانېستونکې وینا پر مهال وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو له عمده مسوولیتونو څخه د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه لازم ملاتړ او دوی ته د ژوندانه د سهولتونو برابرول دي، چې په همدې موخه یې په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال او په کې د یادو ماشومانو لازمه ساتنه او پالنه کوي. د کار چارو معین د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: د خوښۍ ځای دی چې د اسعدآباد روزنتون زده‌کوونکو ته د خیاطۍ حرفه پرانېستل شوه، ترڅو دوی وکولی شي د دیني او عصري زده‌کړو ترڅنګ، مسلکي مهارتونه هم ترلاسه کړي

 په همدې توګه د کار چارو معین د اناثو روزنتون ته ولاړ او هلته يې د لمریزې برېښنا سیسټم ګټې اخیستنې ته وسپاره او څرګنده یې کړه، چې له دې وروسته به د روزنتون زده‌کوونکو ته څلورېشت ساعته برېښنا تأمین شي. الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د یادې پروژې په تطبیق او نورو اړوندو چارو کې د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس او کارکوونکو هڅې وستایلې او له دوی څخه یې قدرداني وکړه

د کار چارو معین، الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، د کونړ ولایت د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د اسعدآباد هلکانو روزنتون ته د خیاطۍ حرفه او د نجونو روزنتون ته د لمریزې برېښنا سیستم برابر کړ.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار