د کار او ټولنیزو چارو وزیر په سپین‌بولدک ښارګوټي کې د راستنېدونکو هېوادوالو له پنډغالي لیدنه وکړه

media_admin
سبت, نوفمبر 08 2025 10:06 صباحا
سپین بولدک

راستنېدونکو هېوادوالو او په ځانګړې ډول د راستانه‌شویو له زیان سره مخ اقشارو ستونزو او ننګونو څخه د نږدې لیدنې او هغوی ته د حل‌لارو د پیدا کولو په منظور د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د مل پلاوي په مشرۍ په سپین‌بولدک ښارګوټي کې د راستنېدونکو هېوادوالو له پنډغالي لیدنه وکړه.

الحاج ملا عبدالمنان عمري خپل هېواد ته د راستنېدونکو هېوادوالو له بېرته راتګ څخه د ښه‌راغلاست سربېره هغوی ته ډاډ ورکړ؛ چې د افغانستان اسلامي امارت د امکاناتو سره سم به د هغوی ستونزو او ننګونو ته رسېدنه کیږي.
الحاج ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي؛ چې په مجموع کې ټولو راستانه‌شویو هېوادوالو ته د سرپناه، اوبو، خوړو او درملو د برابرولو لپاره عاجل اقدامات کوي او په دې اړه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم سره سم ټولو امارتي ادارو ته دنده سپارل شوې؛ چې هره اداره د خپل مسؤلیتونو او وظایفو سره سم د راستنه‌شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
الحاج ملا عبدالمنان عمري راستنه‌شویو هېوادوالو ته په خطاب کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل مسؤلیت او وظایفو ته په کتو سره هڅه کوي؛ چې د راستنېدونکو هېوادوالو د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې په مشرۍ سره؛ یادو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو زمېنه برابره کړي، متخصص او په کار پوه اشخاص یې په خپل اطلاعاتي بانک کې ثبت کړي، او له تعلیم پاتی هېوادوال بیا د فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونو، مدارسو او ښوونځیو ته د مسلک او تعلیم د زده‌کولو په منظور معرفي کړي.
د پنډغالي له کتو وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزیر د امارتي سکتوري ادارو: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، تجارت او صنعت، ښارجوړولو او همدارنګه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاستونو له مسؤلینو سره هم په خپله لیدنه کې؛ راستنېدونکو هېوادوالو د کار په چاپیریال او استخدام کې د لومړیتوب په ورکولو او د کارګرانو د حقوقو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار