محبوسینو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابریږي

media_admin
خميس, يوليو 24 2025 8:44 صباحا
محبوسین

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د زندانونو د چارو د سمون ادارې؛ د تعلیم او تجدید تربیت رئیس مولوي نظرمحمد ناصري سره وکتل او محبوسو او محجوزو زندانیانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمينې د برابرولو په موخه خبرې وکړې.
د غونډې په پیل کې د زندانونو د چارو د سمون ادارې د تعلیم او تجدید تربیت رئیس مولوي نظرمحمد ناصري په خپلو خبرو کې د خپلو فعالیتونو او ستونزو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په هوکړه‌لیک کې پر ځینو مادو؛ په مرکز او ولایتونو کې « د نارینه او ښځینه» محبوسینو او محجوزینو لپاره د لنډمهاله فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرولو، په زندانونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې، د فني او حرفوي زده‌کړو د وسایلو او تجهیزاتو چمتو کولو، د زده‌کړو له ښوونیز بهیر څخه  په دوامداره توګه څارنه او نظارت او د زده‌کړو د پای ته رسېدو سره سم  فارغانو ته د تصدیق پاڼو د ورکړې خبرې وکړې ترڅو په زندانونو کې د محبوسینو او محجوزینو ته له زندان وروسته د کاروبار زمینه برابره شي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د یادې ادارې د فعالیتونو د ستاینې سربېره زیاته کړه:د هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته به د محبوسینو او محجوزینو سره د یادې ادارې په همغږۍ د زندانیانو لپاره به د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړو ترڅو په راتلونکې کې نه یوازې دا چې جرمونو ته مخه نه کړي بلکې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه هم پیداکړي.
همداراز احمدزي زیاته کړه؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې خپلو امکاناتو ته په کتو د ټولنې محرومو او زیانمنو اقشارو هر ډول ستونزو او ننګونو ته رسېدنه او د هغوی لاسنیوی وکړي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار