د کار انسټېټوټ له خوا د امارتي کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه ورکشاپ پیل شو

media_admin
أحد, مايو 18 2025 9:51 صباحا
ظرفیت سازی

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو د دې وزارت اړوند د کار په انسټیټیوټ کې د یوولسو مختلفو امارتي ادارو کارکوونکو ته د راپور لیکنې (گزارش نویسی) څلور ورځینی روزنیز ورکشاپ جوړ شول

د ورکشاپ په پیل غونډې کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار انسټیټیوټ رئیس شریفالله شرافت په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نور مسؤلیتونو سربېره د امارتي او غیرامارتي ادارو د کارکوونکو د غوښتنو په اساس په مختلفو برخو کې د ظرفیت لوړونې لنډمهاله او اوږدمهاله عملي او نظري برنامې په لاره اچوي، ترڅو له دې لارې ګڼ شمېر کارکوونکو ورڅخه مستفید شي.  شریفالله شرافت همداراز د خپلو راتلوونکو برنامو په اړه معلومات شریک او ژمنه یې وکړه، چې دا ډول روزنیزو او اغیزناکو برنامو ته به د وخت د غوښتنو په اساس دوام ورکوي.

نوموړي همدارنګه د دې ورکشاپونو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې پروګرام څخه د ترلاسهشویو تجربو او مهارتونو څخه په استفادې سره په ورځنیو چارو کې د بهبود ترڅنګ د ګټورو خدماتو په وړاندې کولو کې چټکتیا راولي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار