په کابل کې د فني او حرفوي زده‌کړو لپاره له ۱۶۰ تنو ځوانانو څخه ازموینه واخستل شوه کابل

media_admin
اثنين, أبريل 07 2025 1:50 مساء
کابل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د زیانمنو اقشارو په مرکز کې د زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره د نویو زده‌کوونکو د جذب په موخه له ۱۶۰ تنه ځوانانو څخه په مختلفو (نلدوانی، ساختماني برېښنا او د موبایل ترمیم) حرفو کې په ډله‌ایزه توګه آزموینه واخستل شوه، چې له یادو ځوانانو څخه به یواځې ۹۰ تنه جذب شي او فني او حرفوي زده‌کړې به په نظري او عملي ډول ترلاسه کړي.

 په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز په خپلو خبرو کې وویل: دغه ۹۰ تنه ځوانان به تر شپږو میاشتنیو  نظري او عملي زده‌کړو ورکولو وروسته به د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته واړندې شي.

همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ د کار او ټولنیز چارو وزارت هڅه داده تر څو په ټولنه کې د بیکارۍ کچه راټیټه، یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې، راستنیدونکو کډوالو ته د اوسېدو ځای او کار په پیدا کولو کې همکاري او په ځانګړي ډول ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو او همداشان د کار زمینه برابره کړي تر څو هغوی وکولي شي، چې خپل هیواد او ټولنې ته خدمت وکړي او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کړي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار