بهرنيو وګړو ته د کاري ویزو د ورکړې په پروسه کې د اسانتیاوو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

media_admin
خميس, فبراير 27 2025 10:21 صباحا
Kabul

 

د کار او ټولنیرو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ او د مالیې، بهرنیو او کورنیو چارو، اقتصاد او د صنعت او سوداگرۍ وزارتونو د استازو په حضور؛ بهرنیو وګړو ته د کاري ویزو د ورکړې په پروسه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په پیل کې د اړوندو ادارو استازو د کاري ویزو د ورکړې په برخه کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو د شریکولو ترڅنګ، د اړینو اسنادو د برابرولو، د همغږۍ د لا پیاوړتیا او د اړتیا وړ تخنیکي مسایلو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.  ترڅو له مخې یې بهرني پانګوال،وګړي، متخصصین او کاریګر وکولای شي د قانوني اصولو  په چوکاټ کې، مختلفو برخو هېوادوالو ته لازم او ګټور خدمات وړاندې کړي. 
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د دوی د پخوانیو همکاریو څخه د مننې او قدرداني  سربېره د کاري ویزو د پروسې د اسانه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل، چې د کاري ویزو لپاره یو روڼ، ګړندی او اسانه سیسټم باید رامنځته شي، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې حل او بهرني وګړي د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پالیسو مطابق په بېلابېلو برخو کې په قانوني توګه په کارونو وګمارل شي

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار