یوازې د کابل په ولایت کې ۴۰۰ تنه نوي یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان روزنتونونو ته جذبیږي

media_admin
أربعاء, فبراير 26 2025 2:43 مساء
ده‌سبز

د کابل په ولایت کې؛ امارتي روزنتونونو ته د ۴۰۰ نویو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د جذب په موخه؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت استازو  له  بګرامیو ولسوالۍ وروسته نن د ده‌سبز په ولسوالۍ کې د سیمه‌ایزو مسؤلینو،  علماوو او ملکانو له استازو سره مشورتي او د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روزنتونونو رئیس مولوي محمد اصغر صفدري؛ په ټولنه کې د یتیم او بې‌سرپرسته ماشومانو په  غوره کفالت او حفاظت له ټینګار سربېره زیاته یې کړه:  د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی؛ چې یوازې د کابل په ولایت کې سږ کال د ۴۰۰ تنو په شا و خوا کې تر ټولو ډیر مستحق یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان خپلو روزنتونونو ته جذب کړي، چې هلته د هغوی اعاشې او اباتې، صحت او سرپناه ټول خدمات موجود دي.

مولوي محمد اصغر صفدري؛ د ده‌سبز په ولسوالۍ کې د سیمه‌ایزو مسؤلینو،  علماوو او ملکانو له استازو وغوښتل چې مستحقو ماشومانو  په پیدا کولو  کې مرسته او همکاري وکړي.

ناسته کې؛ سیمه‌ایزو مسؤلینوو د علمای کرامو او ملکانو شورا استازو؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د کفالت په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت هلې ځلې وستایلې او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې د مستحقو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د جلب او جذب په موخه به مشورتي او د همغږۍ ناستې د کابل ولایت په نورو سیمو او ولسوالیو کې هم ترسره شي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار