په کونړ کې سږ کال ۲۵۰۰ تنو فني او حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړې دي

media_admin
سبت, يناير 18 2025 11:00 صباحا
Kunner

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو، د یو کال په جریان کې ۲۵۰۰ تنه ځوانان له مختلفو حرفو څخه فارغ شوي دي.   د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر په دې تړاو وايي: خلکو ته د کاري فرصتونو او د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې سږ کال توانېدلي یو، چې د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۰۰ تنه په مختلفو (مبایل‌جوړونې، ترکاڼۍ، موټرو انجن جوړونې، سلمه ګنډلو او غالۍ اوبدنې) حرفو کې تر عملي او نظري زده کړو وروسته د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې کړو. همدارنګه د کونړ ولایت څخه د یو بل خبر له مخې د کار او ټولنيزو چارو رياست په هڅو، د دې ولایت په مرکز  اسعدآباد کې د مرستیال والي او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پر ۲۰۰ تنو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ژمني توکي ووېشل شول. هېره دې نه وي، چې د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د راسنتېدونکو ماشومانو د ملاتړ په موخه د مرستندویه مؤسساتو په همکارۍ ۱۰۵مرکزونه ایجاد کړي دي، ترڅو ماشومانو ته پکې د لومړنیو زده کړه برابره شي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار