د داخلي تفتیش د رئیس په مشرۍ پلاوی؛ د جنوب او جنوب‌لویدیځو ولایتي ریاستونو چارې ارزوي؛

media_admin
أحد, يناير 12 2025 1:56 مساء
تفتیش کار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د داخلي تفتیش د رئیس ملا شرف‌الدین شرف په مشرۍ یو پلاوي، د جنوب او جنوب‌لویدیځو ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو د چارو د ارزونې په موخه سفر پیل کړ.
د داخلي تفتیش رئیس ملا شرف‌الدین شرف او ورسره مل پلاوي په پیل کې، د میدان وردګو ولایت  د کار او ټولنیزو چارو ریاست له ورځنیو کاري فعالیتونو او خدماتو، فني او حرفوي زده‌کړو د مرکز او روزنتون څخه لیدنه وکړه او هلته یې د میشتو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو جاج واخیست او د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه یې ولایتي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
هېره دې نه وي، چې د دې سفر په ترڅ کې به د وزارت استول شوی پلاوی د نورو ولایتي ریاستونو چارې هم له نږدې و ارزوي او د هغوی د خدماتو او فعالیتونو، فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو او روزنتونونو کې د زده‌کړو د بهیر څرنګوالي څخه به لیدنه او څارنه کوي او د اړتیا په صورت کې به د محلي ادارو له مسؤلینو سره ناستې ترسره او د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو څخه د ملاتړ په موخه به د هغوی پاملرنه جلب کوي.

تازه ترین اخبار

اثنين, أغسطس 04 2025 3:02 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل مع والي بلخ

التقى معين الشؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، مع والي بلخ، الحاج محمد يوسف وفا، خلال زيارته الرسمي إلى محافظة بلخ.

خلال اللقاء، ناقش الجانبان توفير فرص التعليم الفني والمهني. . .

اثنين, يوليو 28 2025 6:57 مساء
Background image

بدأت إرسال العمال المهرة والمتخصصين الأفغان إلى الدول الأجنبية بشكل قانوني

 

بمبادرة من وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، بدأت رسمياً ولأول مرة عملية إرسال العمال الأفغان المهرة والمتخصصين إلى الدول الأجنبية.

في الاجتماع الذي أقيمت لهذا الغرض، شارك نائب رئيس. . .

أحد, يوليو 27 2025 4:00 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية مع سفير جمهورية إيران الإسلامية في البلاد

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اليوم في مكتبه مع سفير جمهورية إيران الإسلامية لدي أفغانستان، السيد علي رضا بيكدلي، وبحث معه العلاقات الثنائية، وخصوصاً. . .

باز گشت به اخبار