د کار چارو معین د پنجشیر له والي سره وکتل

naweed_admin
اثنين, أكتوبر 28 2024 2:17 مساء
m

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین،  الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي پنجشیر ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دې ولایت له والي حافظ محمد آغا حکیم سره وکتل.
کتنه کې د کار چارو معین د هېواد مختلفو ولایتونو ته د خپلو سفرونو په اړه  معلومات شریک او څرګنده کړه: د دې رسمي سفرونو په بهیر کې ولیدل شول، چې ګڼ شمېر ټولګټې پروژې د تطبیق او بشپړېدو په درشل کې دي او د ډاډمن امنیت د موجودیت سربېره، ولسونو ته د محلي ادارو له لوري د خدماتو لړۍ هم په عادي ډول روانه ده او هېوادوال هم له خپل حکومت سره ښه همکاري لري، چې اړتیا لیدل کېږي له شته فرصتونو لا ډېره ګټه واخېستل شي او په هره برخه کې د یوه پرمختللي افغانستان لپاره کارونه چټک او ګړندي شي. مولوي محمد زاهد د خپلو خبرو په دوام؛ د پنجشیر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره مختلفو برخو کې د پنجشیر والي د همکارۍ غوښتنه وکړه، ترڅو د دې ریاست د فعالیت ساحه لا پراخه شي.
ورپسې د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد په کچه د روانو پرمختګو څخه په ستاینې سربیره وویل: د دې ولایت په کچه د مختلفو ادارو ترمنځ د همکارۍ فضا موجوده او هڅه کېږي، چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د پنجشیر ولایت اوسیدونکو ته لازم خدمات عرضه شي. په پای کې یې له محلي ادارې سره،  د پنجشیر ولسونو د همکارۍ څخه هم یادونه او مننه وکړه .
د یادولو ده چې دې سفر کې د کار چارو له معین سره،  د بشري قواوو عمومي رئیس مولوي حسین احمد مدني او  د مطبوعاتو رئیس سمیع‌الله ابراهیمي هم ملتیا کوي.
 

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار