پروان ولایت کې ۱۲۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

naweed_admin
اثنين, أكتوبر 28 2024 12:33 مساء
v

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزی د یوه پلاوي په مشرۍ، پروان ولایت ته په خپل رسمي سفر کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د ځوانانو په فراغت غونډه کې د ګډون او وینا سربېره؛ پر هغوی د فراغت سندونه ووېشل.
په پیل کې د پروان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي قدرت الله ذاکر، له کابل څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د وزارت رهبرۍ له پاملرنې څخه مننه وکړه، چې د دې ولایت د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکز او د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ساتنې په موخه یې د روزنتون سهولتونه برابر کړي‌دي.
ورپسې، الحاج مولوي محمد زاهد خپله وینا کې وویل: له نېکمرغه د پروان ولایت ۱۲۰ تنه ځوانان د کمپیوټر د مهارتونو، د مبایل ترمیم او د خیاطۍ له حرفې څخه د شپږو میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د مسؤلو اشخاصو په توګه د ټولنې خدمت ته وړاندې شول، همداراز په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به نور ځوانان هم یادو زده‌کړو ته جذب شي.
مولوي محمد زاهد د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بیکارۍ کچې کمښت په منظور مختلفو برخو کې فعالیتونه ترسره کوي او هم دې ته ژمن دی، ترڅو د کار ملي کانفرانس ژمنې، چې موخه یې په راتلونکي کې د بیکارۍ ستونزې ته رسېدنه؛ هېوادوالو ته کارموندنه او په ټوله کې د هېواد ځان بسیاینه ده، تعقیبوي.
په همدې ترتیب د پروان مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هڅو څخه په مننې سره وویل: د افغانستان اسلامي امارت په بیاځلې حاکمیت سره اقتصاد محوره او بنسټیزو پروژ ته لومړیتوب ورکړل شوی او اوس‌مهال د هېواد په مختلفو سیمو کې ګڼې مهمې او ملي پروژې د تطبیق په حال کې دي، چې په بشپړېدو سره به یې تر ډېره بریده د کار د نشتون ستونزه حل او په پراختیايي برخه کې به د پام وړ  بدلون راولي. نوموړي همداراز د کاپیسا ولایت د نساجۍ او د پروان ولایت د سمنټو د تولید د فابریکو، چې په اړه یې ځیني پرمختګونه هم شوي‌دي، د بیاځلې فعالیت په اړه یې د مسؤلینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
په پای کې د کار چارو معین او د نورو مسؤلینو له لوري پر فارغو شویو ځوانانو د فراغت سندونه توزیع او په راتلونکي کې ورته د لابریاوو هیله مندي وشوه

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار