د کار چارو معین د افغانستان صنایعو او معدنونو خونې له ځینو مسؤلینو سره وکتل

naweed_admin
ثلاثاء, أكتوبر 15 2024 11:10 صباحا
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد، د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونې له رئیس پرویز حیدري او مل پلاوي سره وکتل. 
د افغانستان صنایعو او معدنونو خونې مسؤلینو د کار چارو معین سره په کتنه کې د خپلو ستونزو، ننګونو، لاسته‌راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک او بهرنیو او کورنیو اتباعو ته د کار جوازونو په وېش کې یې د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
الحاج مولوي محمد زاهد په خصوصي سکتور او په ځانګړي ډول د صنایعو او معدنونو خونې ته سپارښته وکړه، چې ټول بهرني او کورني وګړي باید د کار جوازونه ولري، ترڅو د هغوی کار قانوني شي. په راتلونکي کې خصوصي سکتور باید هڅه وکړي، چې د بهرنیو وګړو پر ځای کورني مسلکي کاریګر وروزي، ترڅو د بهرنیو وګړو استخدام ته په راتلونکي کې اړتیا پېښه نشي.
الحاج مولوي محمد زاهد همدا راز زیاته کړه، چې په ټوله نړۍ کې یوازې دولت نه شي کولای، چې د هغه هېواد ټول کاري ځواک په خپله اډانه کې جذب کړي، اوس په ټول هېواد کې هر ډول پانګه اچونې ته غوره شرایط برابر دي؛ نو دا د خصوصي سکتور دنده چې ډېری هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه برابر کړي.
په پای کې د صنایعو او معدنونو خونې رئیس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د هر اړخیزو سپارښتنو څخه د مننې سربېره د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار