پکتیکا کې د ماشوم‌ساتنې ۱۴ خصوصي مرکزونه پرانیستل شول

naweed_admin
اثنين, أكتوبر 14 2024 10:22 صباحا
Q


د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او سرچو همکارې مؤسسې له لوري، د څلور ميليونه افغانيو په ارزښت د دې ولايت په ۱۴ ولسواليو کې د ماشومانو د ساتنې مرکزونه پرانیستل شول.
په مټا‌خان ولسوالۍ کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا ولایت د مقام استازي په خپلو خبرو کې وویل: په یادو مرکزونو کې به د ۱۹۰۰ شاوخوا ماشومانو ته د عصري او دیني زده‌کړو ترڅنګ د ماشوم‌ساتنې، اعاشې، اباتې او په رواني برخو کې ښوونه او روزنه ورکول شي.
ورپسې د همکارې مؤسسې استازي په خپله لنډه وینا کې د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له ښې همغږۍ څخه د مننې سربېره وویل: په هر مرکز کې به سل تنو ماشومانو ته د زده‌کړو، ظرفیت‌لوړونې، عامه‌پوهاوي، رواني ټولنيز خدمات وړاندې  او د ماشومانو قضیې به پکې څېړل کېږي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، د ماشوم‌ساتنې په مرکزونو کې یې مسلکي ښوونکي ګمارلي او  له پرانیستلو څخه یې اساسي موخه له رواني ستونزو سره مخ ماشومانو بېرته عادي حالت ته راګرځول دي، چې د بېلابېلو مېتودونو په لرلو سره به ماشومان د اسلامي اصولو په رڼا کې وروزل شي.
د یادولو وړ ده چې د یادو څوارلسو مرکزونو سربیره په نورو څلورو ولسوالیو کې هم د ماشوم‌ساتنې مرکزونه ډیر ژر پرانیستل شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار