سرپل ولایت کې ۶۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

naweed_admin
أربعاء, أكتوبر 09 2024 9:00 صباحا
a

د کار او ټولنیزو چارو وزارت  د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د فارغو شویو ځوانانو په فراغت غونډه کې د ګډون او وینا سربېره، په یادو ځوانانو د فراغت سندونه ووېشل.
هغه ناسته چې په همدې مناسب جوړه او په کې د سرپل مرستیال والي او ګڼو رئیسان ګډون درلود؛ د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس داملا مبشر متوکل مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره څرګنده کړه: له نېکمرغه د دې ریاست اړوند فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۶۰ تنه ځوانان د تعمیراتو د برښنا او نلدوانۍ حرفو له شپږ میاشتنیو زده‌کړو وروسته فارغ شول او په پام کې ده، چې په نږدې ورځو کې یو شمېر نورو ځوانانو ته هم د زده‌کړو زمینه برابره شي. نوموړي د کار چارو له معین څخه غوښتنه وکړه، چې د سرپل ولایت د ځوانانو څخه د ملاتړ په موخه دې د حرفو تعداد لوړ کړي، ترڅو ګڼ شمېر ځوانانو ته د زده‌کړو فرصت برابر شي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد خپله وینا کې سرپل ولایت ته د خپل رسمي سفر څخه خوښي څرګنده او فارغو شویو ځوانانو ته یې مبارکي وویله. همداراز یې زیاته: د بیکارۍ کچې کمښت او ځوان نسل ته کارموندنه د دې وزارت له اصلي مسؤلیتونو او موخو څخه دي او په دې برخو کې هڅې روانې دي، چې یوه برخه یې په ټولو ولایتونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو مراکزو ته د ځوانانو جذب کول دي، چې ښه نتیجه یې لرلې او هرکال په سلګونو ځوانانو ته دا فرصت برابر او هغوی اوس د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار کې شامل شوي دي. 
د کار چارو معین د کار ملي کانفرانس د موخو تعقیب د دې وزارت بل اړین هدف یاد کړ او په دې منظور یې د یوې کمېټې د جوړېدو یادونه وکړه، چې یاده کمېټه دنده لري له هغو ادارو سره له نږدې کار وکړي، چې د کار موندنې په برخه کې یې تعهدات ترسره کړي دي. الحاج مولوي محمد زاهد سرپل ولایت کې د حرفو د تعداد د ډېرولو په اړه وویل، چې دې برخې ته به پاملرنه ترسره او د امکان ترحده به ورته کار وشي.
په همدې توګه د سرپل مرستیال والي، داملا محمد نادر هم خپله لنډه وینا کې ځوانانو ته د کارموندنې او له یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ په برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت روانې هڅې وستایلې او په دې اړه یې د سرپل د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې د کار چارو د معین او نورو مېلمنو له لوري په فارغو شویو ځوانانو د فراغت سندونه توزیع او په راتلونکي کې ورته د لا ډېرو بریاوو هیله‌مندي وکړه.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار