د کارموندنې له خصوصي شرکتونو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه؛

naweed_admin
اثنين, سبتمبر 02 2024 8:45 صباحا
د

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې د کارموندنې د ۲۳ خصوصي شرکتونو له مسؤلینو سره په کتنه کې؛ بهرنیو هېوادونو ته د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کاریګرو د لېږد په اړه خبرې وکړې.  
په کتنه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري قطر شاهي هېواد او فدراتیفې روسیې ته د خپلو تېر رسمي سفرونو په اړه معلومات شریک او څرګنده کړه: دې سفرونو کې مو له خپلو سیالانو او هم له ځینو نورو اړوندو چارواکو سره د افغان کاریګرو د اعزام په اړه بحثونه او ځینې مقدماتي هوکړې لرلې. موږ دې ته ژمن یو، چې یادې هوکړې د ډيپلوماتیکو چینلونو له لارې تعقیب او هڅه به کوو، ترڅو په راتلونکي کې په قانوني توګه دا پروسه پیل شي.
الحاج ملا عبدالمنان عمري زیاته‌کړه: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ ستونزو ته د رسېدنې او ورسره د منطقي مبارزې او هېوادوالو ته د مناسبو کاري فرصتونو د ایجاد په موخه مختلفې برنامې تر لاس لاندې لري او دا یې په لومړیتوبونو کې دي. 
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر همدا راز د افغان کاریګرو د اعزام پروسې په قانوني کولو او غوره تنظیم د تاکید سربېره؛ بهر هېوادونو ته د کاریګرو د اعزام د طرزالعمل په اړه هم معلومات شریک او د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو څخه یې و غوښتل، چې دې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي او داسې ګامونه دې واخیستل شي، چې د دولتونو ترمنځ د اعتماد فضا جوړه او د اړتیا په صورت کې دې وړ اشخاص کاریګر منوونکو هېوادونو ته ور وپېژني.
په همدې ترتیب ناسته کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو لنډو خبرو کې د دې پروسې د پیل او د کارموندنې خصوصي شرکتونو سره د نږدې کاري اړیکو څخه په یادونې سره؛ څرګنده کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به له هر هغه فرصت څخه چې پایله یې هېوادوالو ته د سهولتونو په ځانګړې توګه د کارموندنې رامنځته کول وي، ګټه اخلي.
ورپسې د کارموندنې خصوصي شرکتونو ځینو استازو خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ له لوري د وروستیو اقداماتو او په بریالي توګه د کار ملي کانفرانس د ترسره کېدو له امله مننه او قدردانی وکړه، هغوی له هېواده بهر د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کاریګرو اعزام د هېواد په ګټه وباله او په دې برخه کې یې د دې وزارت د لازمې پاملرنې غوښتنه درلوده. په همدې توګه یې خپلې اړونده ځینې ستونزې شریکې او د حل غوښتونکي یې شول او هم یې ژمنه وکړه، چې د افغان کاریګرو د لېږد پروسې په پیل کېدو سره به د متقاضي هېواد د غوښتنو او اړتیاوو مطابق اشخاص ورپېژني.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار