د کار انسټیټیوټ کې د امارتي ادارو د ظرفیت لوړونې د برنامو لړۍ روانه ده

naweed_admin
سبت, يوليو 06 2024 3:26 مساء
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټيټوټ کې د ۲۰ وزارتونو د ظرفیت لوړونې د مسؤلینو لپاره د مدیریت او رهبرۍ د مهارتونو د پراختیا تر نامه لاندې لس ورځینی سیمینار جوړ شو. 
د یادې برنامې په پرانېست غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي وویل: دې وزارت د نورو مسؤلیتونو د ترسره کولو سربېره هڅه کړې، چې خپل اړوند انسټیټوټ کې د وخت اړتیاوو سره سم امارتي او غیر امارتي کارکوونکو ته په مختلفو برخو کې د ظرفیت لوړونې برنامې په لار اچولې دي، چې ښه پایله یې لرلې او ګڼ شمېر ګډونوال ورڅخه مستفید شوي. مولوي احمدزي خپلو خبرو کې ټینګار درلود، چې د انسټیټوټ مسؤلین دې روانې هڅې پراخې او کوښښ دې وکړي، چې د برنامو لړۍ ولایتونو ته هم وغځوي. همداراز یې له ګډونوالو غوښتنه وکړه. چې له وخت سره په ښې استفادې دې خپلو زده‌کړو ته پام او هم دې د خپلو ادارو په ورځنیو چارو کې له دې زده‌کړو په کار اخیستو هېوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کړي. 
ورپسې د وزارت د مقام سلاکار مولوي رحیم الله صراح هم په خپله لنډه وینا کې په اداره کې د مدیریت او رهبرۍ د رغنده او بنسټیز رول څخه په یادونې سره؛ هیله وښوده چې د زده‌کړو څخه  ترلاسه شوي مهارتونه او تجربې به په ورځنیو چارو کې د بهبود سبب وګرځي.  
په پای کې د انسټیټوټ رئيس شریف الله شرافت د ترسره شویو فعالیتونو او هم په راتلونکي کې د مختلفو برنامو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ؛ ژمنه وکړه چې په‌دې برخه کې به خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار