دکار او ټولنیزو چارو وزارت کې د کار ملي کنفرانس د دایریدو لپاره مشورتي ناسته وشوه

naweed_admin
ثلاثاء, فبراير 06 2024 8:37 صباحا
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د ۵۴ امارتي ادارو د استازو په ګډون؛ د کار ملي کنفرانس په لاره اچولو لپاره لومړنۍ مشورتي ناسته ترسره شوه.
د ناستې پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا؛ د امارتي اداو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه: دا وزارت هوډ لري، چې راتلونکي کال کې د کار ملي کنفرانس په لاره واچوي، ترڅو  د کاریابۍ فرصتونه برابر شي،  د بیکارۍ کچه راټیټه شي، بهرنۍ او کورنۍ پانګه‌اچونې ته زمینه برابره شي، خصوصي سکتور سره نږدې هم‌غږي جوړه شي او په ټوله کې د بیکارۍ شته ستونزې ته په واقعي توګه رسیدنه وشي.
مولوي محمد زاهد جان آغا؛ له ګډونوالو وغوښتل چې د کنفرانس لپاره خپلې طرحې، وړاندیزونه، مقالې او مشورې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریکې کړي، ترڅو د کنفرانس په دایرېدو کې ترې ګټه واخیستل شي.
ورپسې  د کار تقنین او حقوقو رئیس بشیراحمد راسخ، ګډونوالو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت فعالیتونو، مسؤلیتونو، دندو او لاسته‌راوړنو ، او د کار قانون او د هغه اړونده ۳۵ مقررو په تړاو  لازم معلومات شریک کړل.
په همدې ترتیب د کار د تفتیش رئیس مولوي رحیم‌الله صراح د ناستې ګډونوالو ته د کار ملي کنفرانس د اهدافو او له هغه څخه د متوقعه پایلو په اړه؛ وضاحت ورکړ او زیاته یې کړه: افغانستان تازه له بحران څخه راوتلی هیواد دی، د بیکارۍ معضلې ته جدي رسیدنه پکار ده، دا چې اوس‌مهال  امنیت او ثبات په ټول هیواد کې ټینګ دی؛ نو د کار او ټولنیزو چارو وزارت پتیلې، چې د بیکارۍ معضلې ته د رسیدنې او په هیواد کې د کارموندلو لپاره د کار ملي کنفرانس په لاره واچوي، چې د یاد کنفرانس د غنامندۍ لپاره ستاسو د مشورو او تجربو تشریک ته اړتیا ده.
مولوي صراح له ټولو امارتي ادارو، خصوصي سکتور، د کار ورکوونکو او کارګرانو ټولنو او اتحادیو او په ټوله کې له هیوادوالو څخه وغوښتل چې په دې تړاو خپلې مقالې، لیکنې، نظریې او سالمې مشورې د کار او ټولنیزو وزارت سره شریکې کړي.
د یادولو وړ ده چې دا  ناستې به په راتلونکې هم، د امارتي ادارو، خصوصي سکتور، د کار ورکوونکو او کارګرانو ټولنو او اتحادیو  سره روانې وي او په دې تړاو به د هیواد اکا‌ډمیک حقوقي او حکمي اشخاصو ته بلنه ورکړل شي، چې د کنفرانس د موضوعاتو په تړاو مقالې او مشورې شریکې کړي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار