د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې، د ټولنیز خوندیتوب سکتور دویمه ناسته ترسره شوه

naweed_admin
أربعاء, يناير 10 2024 2:13 مساء
ف


د ټولنیز خوندیتوب سکتور ناسته د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري او د ۱۷ امارتي ادارو د استازو په حضور جوړه،  او په کې د دې سکتور د غړو ادارو د مسؤلیتونو د تشخیص او هم د ناستو د جوړېدو د څرنګوالي په اړه بحثونه وشول.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ؛ وویل: ټولنیز خوندیتوب د ټولنې ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه اړینه موضوع ده او د دې سکتور د فعالیت په پیل او د غړو ادارو ترمنځ نږدې هم‌کاري او ګډې هڅې به و کولای شي چې  تر ډېره د هېوادوالو ستونزو ته رسیدنه وشي او د فقر د کموالي سبب به وګرځي.
په همدې ترتیب  د وزارت د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر هم خپله لنډه وینا کې په ډاګه کړه چې هېواد کې شته ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه اړینه ده چې مسؤلیتونه او مکلفیتونه په ښه توګه درک او هره اداره پخپلو چارو کې روانې هڅې او فعالیتونه ګړندي کړي تر څو له یوې خوا د فقر د کمښت، د بیکارۍ کچې د ټيټېدو او د زیانمنو هېوادوالو څخه ملاتړ وشي او له بلې خوا د یوه بډایه او پرمختللي افغانستان په لور ګامونه واخیستل شي.
ورپسې د ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم رئیس شریف‌الله شرافت د دې سکتور د لومړنۍ ناستې څخه د ورکړل شویو دندو د اجراآتو څخه لنډ راپور شریک او په ډاګه یې کړه چې: د ټولنیز خوندیتوب سکتور ناستې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام د ۷۰۵ ګڼې حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو د وزیر په مشرۍ او ۱۷ غړو ادارو په ګډون تر سره کیږي. نوموړي د دې ناستو د ترسره کېدو د څرنګوالي لایحه هم ناستې ته وړاندې کړه چې د ګډونوالو لخوا د لابډاینې په موخه پرې بحثونه وشول.
په پای کې پرېکړه وشوه ترڅو درېیمه ناسته په نږدې راتلونکي کې ترسره او په هغې کې دې، د ټولنیز خوندیتوب سکتور طرزالعمل برابر او په هلته دې د هرې غړې ادارې مسؤلیتونه په ګوته شي، اوهم دې  د دې ناستو د جوړېدو د څرنګوالي لایحه هم یادې ناستې ته د بحث په موخه وړاندې شي.
ناسته کې د عدلیې، پوهنې، لوړو زده‌کړو، عامې روغتیا، اقتصاد، ټولګتو، د شهیدانو او معلولینو چارو، د د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې، د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو، اطلاعاتو او کلتور، طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، د ارشادو، حج او اوقافو او د قومونو، قبایلو او سرحداتو وزارتونو او هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې، کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازو، چې د ټولنیز خوندیتوب سکتور غړي دي، ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار