د مالي او اداري چارو مرستیال د فراه او جوزجان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو د رئیسانو کاري راپورونه واورېدل

naweed_admin
خميس, نوفمبر 16 2023 8:40 صباحا


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین په جلا جلا ناستو کې د فراه او جوزجان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو کاري فعالیتونه او راپورونه واورېدل او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې ځینې سپارښتنې وکړې.
ناستو کې د فراه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي شېر احمد حق‌طلب او د جوزجان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس حافظ نورالله مسافر د خپلو اړونده ریاستونو لاسته راوړنې، پرمختګونه، خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو او هم ځینو ستونزو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال سره معلومات شریک او د ستونزو د حل په موخه یې د وزارت د مشرتابه غوښتنې درلودې.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د وزارت اړوند ټول ولایتي ریاستونه دې هېوادوالو  په ځانګړې توګه زیانمنو اقشارو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې هېڅ راز هڅې نه سپموي. مولوي دین‌محمد حقبین د دې ترڅنګ چې ځینو شته ستونزو د رسیدګۍ په اړه یې ډاډ ورکړ، د چارو د ښه پرمختګ په اړه یې هم ځینې سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار