یو تن رد مرز شوی ماشوم له خپلې کورنۍ سره بیاځلې یو ځای شو
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست پرون دوشنبه د پاکستان هېواد څخه یو تن رد مرز شوی ماشوم چې د پکتیا ولایت اصلي اوسیدونکی وو ، پکتیا ولایت ته انتقال او خپلې کورنۍ ته یې تسلیم کړ.
یاد ماشوم سره چې د پنځو زرو افغانیو نقدي مرسته هم وشوه؛ د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره په همغږۍ په زرمت ولسوالۍ کې بېرته خپلې کورنۍ ته تسلیم او له هغوی سره یوځای شو.
