تورخم ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت استول شوی پلاوی، د بیا راستنېدونکو هېوادوالو د ثبت لړۍ ته دوام ورکړې دی

naweed_admin
سبت, نوفمبر 11 2023 10:47 مساء
ف

تورخم ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت استول شوي پلاوي راستیندونکو هیوادوالو او په ځانګړې ډول زیان‌منو اقشارو ته د خدماتو وړاندې کولو په لړ کې د خپلو تېرو فعالیتونو په دوام، پرون د جمعې په ورځ هم د پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د ثبت او د هغوی د تنظیم په برخه کې خپل فعاله ونډه درلوده. 
د وزارت مقام سلاکار او تورخم ته د استول شوي پلاوي د مشر قاري عبدالرحیم ودود په وینا د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکي چې ۲۴ساعته او په دوو کاري ډلو کې فعالیت کوي؛ توانیدلي چې تېرو دریو ورځو کې ۳۱۳۵تنه بېرته راستنېدونکي سیستم کې ثبت کړي چې له دې ډلې ۳۱۲تنه د بکلوریا؛ ۳۰۸تنه د لسانس ترکچې لوړې زده‌کړې لري، او همدارنګه  ۱۰۱۵تنو په بیلابیلو برخو کې فن او حرفې ته لاسرسۍ درلود. 
سربیره پردې د کمیټې غړي  بېراته راستنېدونکو هېوادوالو ته د ترانسپورت د ښه تنظیم، روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسۍ او د اړتیا وړ نورو مواردو په برخه کې هم رغنده فعالیتونه کړي دي او دا لړۍ دوام لري.
د یادولو وړ ده چې د بیاراستنیدونکو هیوادوالو د فن او حرفې او د تحصیل کچې د تثبیت څخه موخه په نږدې راتلونکې هغوی ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې اسانتیاوې دي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار