ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام بهیر کې؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت راپور وړاندې شو

naweed_admin
اثنين, أغسطس 21 2023 7:54 صباحا
R


ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په بهیر کې؛ د کار‌ او ټولنیزوچارو وزارت مسؤلینو د دې وزارت د تیرکال د عمده لاسته راوړنو او د راتلونکي کال د پلانونو په اړه د حکومت د رسنیو په مرکز کې، خپل راپور او پروګرامونه د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک کړل.
په پیل کې د وزارت د داخلي تفتیش رئیس او د مقام د دفتر ریاست وارسي کوونکي ملا شرف‌الدین‌شرف خپلو خبرو کې د حکومت د رسنیو مرکز له مسؤلینو او د رسنیو له استازو څخه قدرداني وکړه چې د دې پروګرام په ترتیب،  تنظیم او خلکو ته یې د خپراوي په برخو کې هلې ځلې او کوښښونه کړي او هم یې ژمنه درلوده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به خپل مسؤلیتونه په خپل وخت ترسره کوي او کوښښ به یې دا وي چې خپلو کاري ساحو کې ولسونو ته لازم خدمات وړاندې کړي.
ورپسې د وزارت د مطبوعاتو مسؤل او ویاند سمیع‌الله ابراهیمي د تېر۱۴۴۴کال د لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک او څرګنده یې کړه چې په دې موده کې ۴۳۷۷۴ تنو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره او د هېواد په کچه له ۵۳ زرو زیات داخلي او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ویشل شويدي؛ ۸۵۷۹ تنو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته خدمات ترسره او هم د ۲۱۶ زروه بې‌وزلو کورنیو او ماشومانو ملاتړ شویدی همداراز له پنځو زرو څخه زیاتو ماشومانو ته وړکتونونو کې د ښوونې او روزنې زمینه برابر شوېده.
سمیع‌الله ابراهیمي زیاته کړه: هېواد کې د ننه کارموندنې او بهر ته د کارګرانو د اعزام په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مقدماتي کارونه پیل کړي او پدې برخو کې یې د ایران، قطر او ترکیې هېوادونو له استازو سره بحثونه هم شویدي ترڅو په راتلونکي کې وتوانېږو چې یادو هېوادونو ته ماهر او نیمه ماهر افغان کاریګر واستوو، نوموړي زیاته کړه له څوکلونو وروسته د کار عالي شورا او د ټولنیز خوندیتوب سکتور ناستې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ او د ټولنیزو شریکانو په ګډون ترسره شوې او په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د کار ملي کنفرانس هم جوړ او په کې د کار اړوند مسایل د ذیدخلو لورو سره وڅېړل شي.
د ناستې پای کې د رسنیو استازو په مختلفو برخو کې خپلې پوښتنې مطرح کړې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري قواوو عمومي رئیس مولوي حسین احمد مدني، د مهارتونو د انکشاف او فني او حرفوي زده‌کړه د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز، د کار تفتیش رئیس مولوي رحیم‌الله صراح او د مطبوعاتو مسؤل او ویاند سمیع‌الله ابراهیمي لخوا ځواب شوې.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار