د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسؤلینو لخوا د امید د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل شو

naweed_admin
اثنين, يوليو 10 2023 4:48 مساء
R

 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین، کابل کې د امید مرکز چې په کې د اعتیاد څخه د رغېدلو اشخاصو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره ده؛ د پټۍ په پرېکولو سره پرانیست.
ناسته کې چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت ملکي معاون او د کار او ټولنیزو چارو وزارت رئیسانو او ګڼو کارکونکو ګډون درلود.
 مولوي دین محمد حقبین خپلو خبرو کې د دې مرکز د پرانیستلو هدف د اعتیاد څخه د رغېدلو اشخاصو لپاره د فن او حرفو زده‌کړه وبلله او څرګنده یې کړه چې دا کار به مرسته وکړي ترڅو هغوی په سالمه توګه په ټولنه کې بیاځلې ادغام شي، حرفه به له هغوی سره مرسته وکړي چې بیرته اعتیاد ته مخه نه کړي، رغیدلي معتادین به د ټولنې مسوول افراد وګرځي او وبه کولای شي چې خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې زمینه برابره کړي. 
د کار او ټولنیزو چارو معین زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د مخدره توکو په وړاندې په جدي توګه مبارزه کوي او په دې برخه کې سترې او مهمې لاسته راوړنې لري او نباید د نړیوالو لخوا نادیده ونیول شي؛ بلکه پدې برخه کې دې افغانستان سره مرسته  وکړي، بدیل کښت دې برابر او هم دې اساسي پروژې چې زمونږ د خلکو په اقتصادي وده کې ګټورې واقع کیږي، پلي کړي.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي خبرې وکړې او څرګنده یې کړه: د کورنیو چارو وزارت خپل مسؤلیت ګڼي چې په ټول توان سره د دې شومې او بدنامې پدېدې په وړاندې جدي مبارزه وکړي چې دې مبارزې مثبته پایله لرلې او هېواد کې د مخدره توکو کرکېله نږدې صفر ته راټيټه شوې، د مخدره توکو کارخانې لمنځه وړل شوي او په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه یې مرکز کابل او ګڼو ولایتونو کې د درملنې مراکز جوړ کړي دي چې اوسمهال پدې مراکزو کې د زرګونو تنو روږدو کسانو درملنه روانه ده.
نوموړي خپلو خبرو کې په نړیوالو، مرستندویه مؤسساتو او هم په ملي سوداګرو غږ وکړ چې د معتادینو د درملنې په برخه کې دې د افغانستان اسلامي امارت سره لازمې مرستې ولري،  ترڅو له مخدره توکو او روږدو اشخاصو څخه پاک او سالم افغانستان ولرو.
په همدې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا او د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئيس مولوي عبدالواحد فایز خبرې وکړې او د یادو مراکزو د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د شریکولو ترڅنګ یې  وویل: د امید کمپ چې په کې د اعتیاد څخه رغېدليو ۵۳۰تنو لپاره په پنځو رشتو( برق، خیاطي، بوټ‌ګنډلو، بیک‌ګنډلو او د برقي وسایلو ترمیم) کې د زده کړو زمینه برابره شوېده او د درې میاشتو لپاره به یې زده‌کړې دوام و مومي، ژمن یو چې له فراغت څخه وروسته هم ورته د کار زمینه برابره  کړو ترڅو هغوی د کار بازار کې شامل شي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار