د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان؛ ځانګړي استازی او همغږي کوونکي سره وکتل

naweed_admin
سبت, يونيو 24 2023 9:44 صباحا

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملاعبدالمنان عمري نن په خپل کاري  دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی‌اوغلو او ورسره مل  پلاوي سره په کتنه کې په بیلابیلو موضوعاتو  بحث او خبرې وکړې.
کتنه کې چې د وزارت مقام د دفتر رئیس ملا شرف‌الدین شرف هم ګډون درلود، ښاغلي فریدون سینیرلی‌اوغلو د افغانستان اسلامي امارت لخوا د بشپړ او ډاډمن امنیت د ټینګښت، مخدره‌توکو او اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې د اقداماتو ستاینه او هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې ملګري ملتونه په یادو برخو کې د ترسره شویو هڅو څخه خوښ دي. نوموړي زیاته کړه نړیواله ټولنه خپل اصول، قوانین او شرایط لري چې افغانستان یې باید ومني او د افغانستان اسلامي امارت؛  بشري حقونو ته پاملرنه او د ښځو د تعلیم او کار په برخو کې خڼډونه لرې کړي؛ ځکه دا کړنې د افغانستان په حالت ځانګړی اغیز لري او د یوه مسؤل حکومت په څېر چلند به وکړای شي چې د رسمیت پېژندنې په برخه کې شته ستونزې حل کړي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري خپلو خبرو کې ښاغلي فریدون سینیرلي‌اوغلو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، څرګنده کړه چې: افغانستان کې به تر یوه حده ستونزه موجوده وي، خو د ملګرو ملتونو سازمان ځینې غوښتنې د افغانستان اسلامي امارت سره په داسې توګه مطرح کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت د دوی له لورې په رسمیت پېژندل شوی وي، حال دا چې په یاد سازمان کې زمونږ د استازي څوکۍ تشه او له دې حق څخه زمونږ خلک محرومه ساتل شوي. ملا عمري په همدې توګه زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت‌پېژندنې ټول شرایط پوره کړي دي او که چېرې د رسميت‌پېژندنې موضوع حل شي؛ په هیواد کې به پاتې شته ستونزو او نیمګړتیاوو ته به په ښه توګه رسیدنه وشي.
ملا عبدالمنان عمري د خپلو خبرو په دوام وویل: د افغانستان په اړه باید د ملګرو ملتونو سازمان او اړونده ادارې یې په مستقل دريځ ونیسي، حقیقتونه درک او له جانبدارانه راپورونو دې ډډه وکړي ځکه دا چاره له یوې خوا د افغانستان خلکو ته د ستونزو جوړېدو لامل ګرځي او له بل پلوه د یاد سازمان اعتبار او حیثیت ته صدمه رسوي او اړینه ده، چې د ستونزو د حل په برخو کې په مشترک ډول همکاري ولرو.
د کار اوټولنیزو چارو سرپرست وزیر د مخدره توکو په وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د جدي مبارزې څخه په یادونې سره وویل:  د افغانستان اسلامي امارت پدې رابطه خپل مسؤلیت په پوره توګه ادا کړی خو په خواشینۍ سره چې نړېوالې ټولنې په دې برخه کې هېڅ راز مرسته نه ده کړې.
ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: له څو لسیزو وروسته افغانستان د یوه نوي او لوی تحول شاهد دی او په کار ده چې د نړېوالې ټولنې له خوا ورسره لازمه مرسته وشي نه دا چې افغانان له خپلو حقوقو بې برخې او پر وړاندې یې منفي تبلیغات پر لار واچوال شي، بلکه د یوه ودان او پرمختللي افغانستان لپاره ټول اړخونه په رښتینولۍ سره ګډ کار ته چمتو شي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار