د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست پخپل کاري دفتر کې، افغانستان لپاره د یونیسف له مسؤل سره وکتل

naweed_admin
اثنين, يونيو 19 2023 9:28 صباحا

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري نن په خپل کاری دفتر کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو ادارې (یونیسف) له مسؤل فران ایکویزا سره وکتل. کتنه کې چې د وزارت مقام د دفتر رئیس ملا شرف‌الدین شرف هم حضور درلود، ښاغلي ایکویزا د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې د ماشومانو اړوند ترسره شوي خدمات وستایل او زیاته یې کړه چې د امارت مسؤلین په سختو شرایطو کې توانیدلي چې پدې برخه کې تر ډېره بریده شته ستونزو ته رسیدګی وکړي. نوموړي همداراز د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه هم توضیحات شریک او د ځینو ستونزو څخه یې یادونه وکړه او د کار او ټولنیزو چارو له سرپرست وزیر یې و غوښتل ترڅو د ستونزو د حل په موخه د دواړو لورو لخوا یوه ګډه کاري کمیټه جوړه شي. ورپسې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري خپلو خبرو کې د یادې کمیټې د جوړېدو په اړه چمتوالی وښود او هم یې ټینګار وکړ چې هغه مؤسسات او انجوګانې چې دې وزارت سره هوکړه‌لیکونه لري؛ خپلې کړنې او فعالیتونه دې د ریاست الوزراء مقام څخه د تایید شوي طرزالعمل مطابق عیار کړي، د مرستو په وېش کې دې عدالت تامین او هم دې فساد سره د مبارزې په برخه کې جدې او عملي اقدام وکړي.

تازه ترین اخبار

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

اثنين, يناير 26 2026 11:56 صباحا
Background image

التقى معين شؤون العمل بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير

 

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير، الكابتن جاهد عظيمي، والوفد مرافق له.

في بداية اللقاء. . .

باز گشت به اخبار