د کار او ټولنيزو چارو وزارت اداري جلسه د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ جوړه شوه

naweed_admin
خميس, مارس 16 2023 9:07 صباحا
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزارت میاشتنۍ اداري غونډه د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي دين محمد حقبين په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د وزارت مقام د دفتر رئيس ملا شرف الدين شرف سربيره د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند ټولو رئيسانو برخه اخیستې وه. 
ناسته د قران کريم په مبارکو آيتونو پيل شوه، چې وروسته د مالي او اداري چارو مرستيال له لوري د غونډې اجنډا تشريح او پر هره موضوع په نوبتي شکل خبرې وشوې. 
ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستيال د خپلو خبرو په ترڅ کې مسؤلین خپلو دندو ته متوجه او د اسلامي امارت اصولو پر اطاعت یې ټینګار وکړ. 
په ياده اداري ناسته کې د اجنډا مطابق د مالي او تدارکاتي پروسو په لنډولو او د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند مراجعينو ستونزو ته په وخت د رسيدو اړوند هر اړخيزې خبرې و شوې او د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي دین محمد حقبین، ځینو کاري ستونزو ته په اشارې له ټولو رئيسانو غوښتل؛ څو کارکوونکي خپلو کارونو ته متوجه او کارونو ته پوره پاملرنه او په ښه همغږۍ يې مخته یوسي.
دې ناسته کې د هغو مؤسسو سره چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند برخو کې کار کوي د لا ښې همغږۍ رامنځ ته کولو، بېوزله او د روزنتونونو ماشومانو ستونزو ته په وخت د رسيدو او د نوي مالي کال لپاره د ټولو رياستونو له لوري د منظمو کاري پلانونو جوړولو اړوند هر اړخيزې خبرې و شوې او د وزارت رهبرۍ  له لوري رئيسانو او مسؤلينو ته سپارښتنه و شوه؛ څو د کارونو په وخت ترسره کولو او سمون کې لا زیاتې هڅې و کړي.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار