د زنجیر امید مؤسسې له مشرتابه سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال لیدنه

naweed_admin
اثنين, أكتوبر 10 2022 9:11 مساء
Q

د کار او ټولنىزو چارو وزارت مالي او اداري مرستىال وزىر مولوي دىن محمد حقبىن چې د وزارت مقام د دفتر رىىس مولوي شرف الدىن شرف هم ورسره ملګرى وو؛ نن په خپل کاري دفتر کې؛ په افغانستان کې د فرانسې هىواد د هىلو زنځىر ىا la chaine de l'espoir مؤسسې د مأمورىت مشرې آغلې سونىا کوټىن سره ولىدل.

په دې لىدنه کې دواړو لورىو د ىادې مؤسسې په ستونزو، د کار پروړاندې پرتو خنډونو، د مؤسسې په فعالىتونو، ټولنې ته د غوره روغتىاىي خدمتونو په وړاندې کولو او د هىواد لىرو پرتو سىمو او ولاىاتو ته د مؤسسې د فعالىت پرغځىدو او همداراز د فعالىت پر پراخىدو هراړخىزې خبرې وکړي.
په پىل کې په هىواد کې د ىادې مؤسسې د مأمورىت مشرې ووىل: موږ په افغانستان کې له تىرو ۲۳ کلنو د ماشومانو روغتىا په برخه کې فعالىت لرو، په کابل د ماشومانو او مىندو لپاره د فرانسوي روغتون سره د تړون له مخې کار کوو او هغه ماشومان تر روغتىايي پوښښ لاندې راولو چې زړه سورى ولري، سؤى شکل پىدا شوې وي، سوځىدلي وي او ىا هم نورې روغتىايي ستونزې ولري. له لرو پرتو سىمو راغلو ناروغه ماشومانو ته د لىلىې، ډوډۍ او کراىې امکانات برابروو. 
آغلې کوټىن ووىل چې اوسمهال د خپل فعالىت پروړاندې ستره ستونزه  هغو بهرنىو وګړو د کار جواز ستونزه ده چې پخوا ىې خپل جوازونه له ځانه سره  خپلو هىوادونو ته وړي دي او اوس ىاده مؤسسه له دې درکه تر ىو مىلىون ډىرو افغانىو پر ارزښت له جرىمې سره مخ ده. آغلي کوټىن ووىل: که چىرې ىادې پىسې هغوى ته معاف شې کولاى شې چې په ىادو پىسو ډير ماشومان تر درملنې لاندې ونىسي.
وروسته د کار او ټولنىزو چار وزارت مالي او اداري مرستىال وزىر په خپلو خبرو کې ووىل: څرنګه چې زموږ هىواد ۴۰ کلنې جګړې سخت ځپلى دى او په هره برخه کې زىاتې پاملرنې او فعالىت ته اړتىا لىدل کىږي نو په همدې اساس اسلامي امارت له ټولو هىوادونو، سازمانونو، خىرىه مؤسسو او اشخاصو سره نىک روابط غواړي او تل په دې هڅه کې ده چې هغوى ته په ټول افغانستان د فعالىت ښه زمىنه برابره کړي، په ځانګړې ډول د کار او ټولنىزو چارو وزارت بهرنىو وګړو ته ډىرې آسانتىاوې منځته راوړي دي.
مولوي حقبىن زىاته کړه: څرنګه چې د جرىمو معافىت د مالىې وزارت له صلاحىتونو څخه شمىرل کىږي؛ اما بىا هم د کار او ټولنىزو چارو وزارت او مسوولىن ىې ژمن دى په ىاده بر خه کې له تاسو سره هر ډول مرستې چې توان لرې؛ همکاري وکړي.
مولوي حقبىن د هىلو زنځىر له مؤسسې څخه وغوښتل چې په هىواد کې خپل فعالىتونه پراخ او هراړخىزه کړي، د تشخىص نوې وساىل هىواد ته راوړي، په ټول هىواد او زونونو کې د تشخىص او درملنې نوې مرکزونه جوړ کړي او په ټوله کې په بهرنىو هىوادونو کې له افغانستان څخه ىو واضح، رىښتونې  او روڼ  تصوىر نړىوالو ته وړاندې کړي، ترڅو نور اشخاص او افراد او مؤسسات هىواد کې د فعالىت او پانګه اچونې لپاره زړه ښه کړي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار