د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایاتو اوریدلو وزارت د وفد لیدنه

naweed_admin
اثنين, مايو 16 2022 8:42 مساء
W

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایاتو اوریدلو وزارت د شکایاتو اوریدلو او تصنیف رییس مولوي صدیق الله په مشرۍ او څلورو تنو نورو غړو؛ هریو: د شکایاتو د ارجاع او څیړلو رییس مولوي حجت الله پاچا، د تقنین او پالیسۍ رییس مولوي محب الله مخلص، د دعوت او ارشاد رییس مولوي عبدالحکیم حقاني او د یاد وزارت د نظارت او ارزونې رییس مولوي مخدوم غلام الله په غړیتوب یو وفد د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته تشریف راوړی وو او د یوې غونډې په ترڅ کې یې په داسې حال کې یې  د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو سره ولیدل چې د کاري چارو مرستیال وزیر مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، مالي او اداري چارو مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین، د وزارت مقام د دفتر رییس مولوي شرف الدین شرف، د دعوت او ارشاد رییس مولوي عبدالولي حماد او د وزارت نور برخو رییسان هم ګډون درلود. 

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایاتو اوریدلو وزارت څخه راغلي وفد رییس او غړو د خپلو خبرو په بهیر کې  د شرعي حجاب توضیحي او تطبیقي طرح په باره کې چې د هیواد نومتو شیوخو له لورې برابره شوې ده او د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له لورې خلکو ته د یو فرمان په بڼه ابلاغ شوې ده معلومات ورکړل او وویل چې کار او ټولنیزو چارو وزارت ته زموږ د راتګ اصلي موخې: په وزارت کې د ښځینه مراجعینو او د ښځینه کارکوونکو له لورې د حجاب مراعاتول. په اداره کې د ښځینه کارکوونکو لپاره د بیل دفتر تنظیمول، د وزارت نارینه کارکوونکو صورت او سیرت په نبوي (ص) سنتو سینګارول او د وزارت په مقر کې په جمع باندې لمونځ ادا کول دي.
د کاري چارو مرستیال وزیر مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایاتو اوریدلو وزارت څخه راغلي پلاوی ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت په استازيتوب د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر هغه عمل دی چې موږ ته د سمې لارې لارښوونه کوي او زموږ دین او دنیا دواړه غوره او نیکبخته کوي.
د کاري چارو مرستیال وزیر زیاته کړه: دا نظام په وینو او اوښکو منځته راغلی دی او که چیرې نن موږ  اسلامي اوامر رعایت نکړو په دین او دنیا دواړو کې به زیان ووینو. مولوي سعادت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په استازیتوب د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایاتو اوریدلو وزارت څخه راغلي پلاوی ته ډاډ ورکړ چې د یاد وزارت کارکوونکي هر ځلې یاد پلاوی هر غږ ته لبیک ویلی دی او ژمنو کوو چې د الهي اوامرو په تطبیق به هر اړخیزه همکاري کوو.
وروسته؛ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایاتو اوریدلو وزارت څخه راغلي پلاوی  د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اوامرو له تطبیق څخه خوښی وښوده او وویل چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکي په نبوي سنت سینګار دی او جمع لمونځ دپاره مناسب ځای لري او وروسته یې د ستر څیښتن تعالی له دربار څخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټولو منسوبینو او مسوولینو ته په دنیا او آخرت کې د بریالیتوب او فلاح هیله وکړه.
غونډه د خیر او بریالیتوب نور توفیق او په ټولنه کې د الهي اوامرو د غوره تطبیق او خلکو ته نیکبختی په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار