د سیګار وروستي راپور په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

naweed_admin
ثلاثاء, مايو 10 2022 9:44 صباحا
Q


ټولو ته څرګنده ده چې په افغانستان کې د امریکا او د هغې لویدیځو متحدینو ګوډاګي نظام له پرځیدو او اسلامي امارت له بریالیتوب وروسته؛ د امریکا متحده ایالاتو د خپلې ماتې جبران لپاره هڅه وکړه چې د خپلو اسعاري زیرمو ته د افغانستان بانک لاسرسي بنده کړي چې د امریکا او د هغې د متحدینو دا غیرانساني عمل د دې سبب شو چې تمویل کوونکي هیوادونه؛ افغانستان سره د مرستې لپاره خپلې کړې ژمنې وځنډوي؛ دا اقدامات د دې سبب شول چې د کار، ژوند او هوساینې ټولنیز شرایط اغیزمن او همداشان د هیواد د کاربازار تر یو حده پورې له ستونزې سره مخ کړي.
په هیواد کې د بیکارۍ کچې ټیټوالی او د ځان بسیاینې په موخه له څه مودې راهیسې د افغانستان اسلامي امارت لوی پروګرامونه او سترې اقتصادي پروژې لکه: د قوش تیپې د اوبو بند جوړیدلو پرانستل، د شمال حوزې د معادینو راسپړل، د ټاپي پروژې د عملي کار پیلیدو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول، د کورنیو او بهرنیو پانګه اچوونکو د امنیت خوندیتوب او په هیواد کې د پانګې اچونې لپاره د هغوی هځول، په هیواد کې د خصوصي سکتور څخه ملاتړ او په همدې توګه لسګونې نور پروګرامونه او پروژې چې په هیواد کې به د کارپیداکولو ستر فرصتونه منځته راوړي؛ ترلاس لاندې نیولي دي چې په راتلونکې کې به موږ د هیواد د اقتصاد غوړیدو او هیوادوالو ته د زیاتو کاري فرصتونو رامنځتو کیدو شاهدان اوسو.
په هیواد کې د کارګر او کارفرما ترمنځ د اړیکو تنظیم کوونکی او همدارنګه د کارپنځونې او بیکارۍ د کمښت د بنسټ په توګه لاندې طرحې او پروګرامونه ترلاس لاندې لري: 
1-    د ګدايي د مخنیوي او د ګدایانو راټولولو طرح؛
2- په نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولو او له تداوی وروسته هغوی ته فني او حرفوي زده کړو زمینې برابرولو طرح؛
3- د هیواد ځمکنیو بندرونو او هوایي ډګرونو ته د بهرنیو اتباعو د کار جواز د ویش ریاست د فعالیت غځیدو طرح؛
4- د هیواد څخه د افغان کارګرانو د حقوقو د دفاع طرح؛
5- د هغو کسانو لپاره د ډیټابیس جوړولو طرح چې فني او حرفوي زده کړې یې کړي دي او لاتراوسه بیکاره دي.
6- د کاربازار له اړتیاوو سره سم د فنی او حرفوي زده کړو ارایه کولو طرح؛
7-  په ټول هیواد کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام د غځولو طرح؛
8-  د کار پنځولو او بیکارۍ کمولو لپاره هراړخیزه او بنسټیزه طرح؛
9- د کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو د ملاتړ جلبولو طرح؛
10- او د ماشومانو له شاقه کارونو راګرځولو طرح؛ هغه طرحې دي چې تراوسه تدوین شوې او د عملي کیدو لپاره یې عملي ګامونه اخیستل شوې دي چې د بیکارۍ په کمښت او ټولنیزې هوساینې په زیاتیدو کې به رغنده ونډه ولري او هیواد به یوې روښانه راتلونکې په لور روان کړي. 
څرنګه چې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې مفتش (سیګار) په خپل وروستي راپور کې ادعا کړی دی چې د ۲۰۲۱ کال له جولای میاشت څخه تر سپټیمبر پورې تر پنځو لکو وګړي بیکاره شوې دي؛ دا ښکاره کوي چې په ټولنه کې د شته ستونزو او بدمرغیو اصلي لامل امریکا او د هغې متحدین دي.
بیا هم د افغانستان اسلامي امارت هیله من دي چې نړۍواله ټولنه به د وضع شویو بندیزونو په لیري کیدو کې ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو د هیوادوالو ژوند عادي حالت ته راوګرځي او په هیواد کې د بیکاري کچه راټیټه شي.

تازه ترین اخبار

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

اثنين, يناير 26 2026 11:56 صباحا
Background image

التقى معين شؤون العمل بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير

 

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير، الكابتن جاهد عظيمي، والوفد مرافق له.

في بداية اللقاء. . .

باز گشت به اخبار