بهر ته د افغان کارګرو لیږولو په موخه د اړونده نړیوالو ادارو مسؤلینو سره د کار او ټولنیز وچارو وزارت وزیر ویډیویي کنفرانس

publish
سبت, يوليو 10 2021 12:00 مساء
Q

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د افغانستان په استازیتوب چې اوس مهال د کولمبو پروسې نوبتي ریاست هم په غاړه لري، د دې پروسې مرسته کوونکو نهادونو، نړیوالو سازمانونو او اړونده ادارو استازو سره بهر ته د افغان کارګرو لیږلو پروسې اړوند د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې و کړې. 
دې ویډیو کنفرانس کې بهر ته په منظمه او غیر منظمه توګه د افغان کارګرو لیږلو، د کډوالۍ دوه اړخیزه هوکړه لیک لاسلیکولو او همدارنګه د کولمبو پروسې ریاست دوره کې بهر ته په خوندي توګه د کاري کډوالۍ برخه کې د افغانستان په رول هر اړخیزې خبرې و شوې. 
پيل کې د کډوالۍ مدیریت کولو برنامې مدیرې میرمن لارا وایت د کولمبو پروسې پر پس منظر، موخو او د دې پروسې پر وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان پر رول او نورو مهمو موخو هر اړخیز پریزنتیشن وړاندې کړ. 
وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزیر او د کولمبو پروسې نوبتي رئیس په غیرې منظمه توګه د کار تحرک اوږدې مخینې، د کاري قوې تحرک او پرمختګ پر اړیکو، د خلیج فارس حوزې هیوادونو سره د دوه اړخیزه هوکړه لیک، د یادو هیوادونو پر وضعیت او د منظمې ګډوالۍ پروسې اسانه کولو او سیستم جوړولو برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر رول خبرې و کړې. 
همدارنګه دې ناسته کې د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان عمومي رئيس ستورات سمپسون هم په خوندي او قانوني توګه کډوالۍ اړوند خبرې و کړې او په دې برخه کې یې د یاد سازمان له کړونو یادونه و کړه. 
د ویلو دی، چې کولمبو پروسه د کارګرو لیږونکو او کارګرو قبلوونکو هیوادونو په غړیتوب جوړه شوې، چې کارګر قبلوونکو هیوادونو ته د کارګرو لیږلو پروسې اسانه کولو برخه کې کار کوي چې اوس مهال، افغانستان د یادې پروسې دوره یی ریاست په غاړه لري.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار