د وزارت مقام لپاره د دفتر نوی رئیس معرفي شو

publish
ثلاثاء, يوليو 06 2021 9:17 صباحا
Q


جنیدالله عیني په بریالیتوب سره د آزادی سیالۍ د آزموینې له تیرولو وروسته په دویم بست کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس په توګه معرفي شو.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ښاغلي بشیراحمد ته ینج د ښاغلي عیني د معرفي کیدو په مراسمو کې وویل: د دفتر ریاست په سازمان کې د کورنیو او بهرنیو اړیکو د تأمین مرجع ده؛ یو مهم او کلیدي پست دی. ښاغلي ته ینج نوی رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ د یاد ریاست له پخواني سرپرست او د وزات مقام مشاور سیدعبدالوکیل سادات له کړنو او لاسته راوړنو هم ستاینه او مننه وکړه او ښاغلي عیني ته یې په چارو کې د تلپاتی بریالیتوب هیله وکړه.
وروسته؛ جنیدالله عیني؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مقام د دفتر نوی رئیس د یاد وزارت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او پر ګروپي کار یې ټینګار وکړ، همدارنګه یې ژمنه وکړه چې د سازمان له وړاندې تعین شویو موخو په لاسته راوړلو کې به کوټلی ګټور او ارزښتناک ګامونه واخلي.
د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې ښاغلي جنیدالله عیني د بدخشان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس په توګه کار کړی دی او په هیواد کې شته زیانموندونکو اقشارو ته په رسیدګی کې له ښو تجربو څخه برخمن دی.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 30 2026 10:18 صباحا
Background image

انطلاق برنامج توعوي لثلاثة أيام لموظفي محافظات المنطقة المركزية حول التخطيط والأنظمة الإلكترونية


بدأت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية برنامجاً توعوياً يستمر ثلاثة أيام، لموظفي رئاسات العمل والشؤون الاجتماعية في محافظات ميدان وردك، لوجر، بروان، غزني، كابيسا، باميان وبنجشير بهدف. . .

ثلاثاء, أغسطس 11 2026 1:51 مساء
Background image

التقى وزير العمل والشؤون الاجتماعية بممثلي شركات التوظيف الخاصة

عقد وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج الملا عبدالمنان عمري، اجتماعا دوريا مع ممثلي شركات التوظيف الخاصة، وذلك في مكتبه.
في بداية الاجتماع، قدم ممثلو شركات التوظيف الخاصة معلومات حول. . .

سبت, يوليو 11 2026 11:08 صباحا
Background image

إتاحة فرص التدريب المهني والحرفي لـ90 نزيلاً في سجن بل شرخي

بالتنسيق بين وزارة العمل والشؤون الاجتماعية والإدارة العامة لتنظيم شؤون السجون، أطلقت وللمرة الأولى برامج للتدريب المهني والحرفي داخل سجن بل شرخي، حيث أتحيت الفرصة لـ90 نزيلاً للاستفادة. . .

باز گشت به اخبار