‎د ماشومانو حقونو څخه د ملاتړ تخنيکي کمېټې ناسته کې د ماشومانو هوساينې صندوق پر طرزالعمل خبرې و شوې.

publish
أحد, يوليو 04 2021 10:49 مساء
1


د ماشومانو حقونو څخه د ملاتړ تخنيکي کمېټې ناسته کې د ماشومانو د هوساينې صندوق طرزالعمل سربيره؛ د يادې کمېټې د تيرو فيصلو پر تعقيب، ولايتونو کې د دولس اړخيزه هوکړه ليک پلي کولو او ملاتړيزه مرکزونو رامنځ ته کولو، د ماشومانو ساتنې ملي پروګرام، ذهني تاخر لرونکو ماشومانو لپاره د ملاتړيزه مرکزونو رامنځ ته کولو اړوند د جمهوري رياست عالي مقام د لارښوونو تعقيب، حجز بديل او امنيتي حوزو کې د ټولنيزو کارکوونکو پر ستونزو هر اړخيزې خبرې و شوې. 
ناسته کې د کمېټې غړو د يادو موضوعاتو اړوند خپل نظرونه، ستونزې او وړانديزونه د کمېټۍ رهبرۍ سره شريکې او د خپلو ادارو په استازيتوب يې د همکارۍ ژمنه وکړه. 
د ماشومانو حقونو څخه د ملاتړ تخنيکي کمېټې ناسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال مسعودالله اورياخيل د يادې کمېټې له کړنو څخه د خوښي په څرګندولو سره له هغوی مننه وکړه؛ د همکارو او مرسته کوونکو ادارو پر لا زياتې همکارۍ او همغږۍ يې ټينګار و کړ.
د ويلو دی، چې ياده کمېټه کې د مرسته کوونکو ادارو په شمول د ۲۳ وزارتونو او ادارو مرستيالان او استازي غړيتوب لري، چې هره مياشت د کار او ټولنيزو چارو وزير په مشرۍ د ماشومانو د حقونو ملاتړ اړوند موضوعاتو ناستې او کار کوي او خپل راپورونه د ماشومانو ملاتړ عالي کميسيون رهبرۍ ته چې مشري يې د جمهوري رياست عالي مقام دويم مرستيال په غاړه دی، وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

اثنين, يناير 26 2026 11:56 صباحا
Background image

التقى معين شؤون العمل بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير

 

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير، الكابتن جاهد عظيمي، والوفد مرافق له.

في بداية اللقاء. . .

باز گشت به اخبار