د کار او ټولنیزو چارو وزیر د ترکیې هیواد د همکاریو بنسټ له مرستیال او کواردیناټور سره ولیدل

publish
خميس, يوليو 01 2021 10:40 صباحا
1

 

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ښاغلي بشیراحمد ته ینج د ترکیې هیواد د همکاریو بنسټ (تیکا) له کواردیناټور ښاغلي زوهتو چال او د همدې بنسټ له مرستیال ښاغلي عرفات سره په کابل کې ولیدل او په بیلابیلو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
په یاده لیدنه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیربشیراحمد ته ینج په تیرو دوو لسیزو کې ؛ د ترکیې هیواد او په ځانګړې ډول د یاد هیواد د همکاریو بنسټ (تیکا) مرستو او همکاریو لکه د پلونو، پلچکونو، ښوونځیو، سړکونو، روزنتونو جوړولو او د روزنتونونو د تمویل او تجهیز څخه مننه وکړه، ښاغلي ته ینج وویل: یادې پروژې په کابل، ننګرهار، قندهار، هلمند او شمالي او شمالشرقي ولایتونو کې پلې شوې دي، د یاد بنسټ په مرستو کې د کابل ښار د تهیه مسکن او علاوالدین روزنتونونو ته په ځانګړې پاملرنه شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر په خپلو خبرو کې له ذهني تاخرسره مخ ماشومانو د ساتلو د مرکز په ملاتړ، ساتنه او مراقبت او په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د هرات معمارۍ په سبک د جومات په جوړولو کې له یاد بنسټ څخه د مرستو غوښتنه وکړه؛ چې د ټیکا بنسټ کوارډیناټور له لورې له خپلو مرکزي مسوولینو سره په انقره کې له مشورې وروسته د همکارۍ ژمنه وشوه.
د تیکا بنسټ کوارډیناټور په ټولو ډګرونو په ځانګړې ډول د یتیمو، کونډو، معلولو، په نشه یي توکو روږدو او نورو زیانموندونکو قشرونو سره د ترکیې هیواد د مرستو او همکاریو دوام خبر ورکړ او د کڼو معلولینو لپاره د روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو کې یې ژمنه وکړه.
ښاغلي چال زیاته کړه: په نږدې راتلونکې به د روزنتونونو نیمګړتیاوې او اړتیاوې مرفوع کړو او د پروان ولایت د روزنتون په جوړولو او د هغه د تجهیز او تمویل لپاره به هم اقدام وکړو.
په پای کې دواړو لوریو په افغانستان کې د دوست هیواد ترکیې په مرستو او همکاریو کې د لازمې همغږۍ په راوستلو او همداشان د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د تیکا بنسټ ترمنځ د همکاریو په پراخوالی ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

اثنين, يناير 26 2026 11:56 صباحا
Background image

التقى معين شؤون العمل بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير

 

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير، الكابتن جاهد عظيمي، والوفد مرافق له.

في بداية اللقاء. . .

باز گشت به اخبار