د کار او ټولنيزو چارو وزير سره د همکارو مؤسسو استازو ليدنه

publish
اثنين, مايو 31 2021 12:31 مساء
1

 

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج؛ د همکارو مؤسسو استازو سره چې هرات ولايت کې د فني او حرفوي زده کړو برخه کې فعاليت لري، و ليدل او د ستونزو او حل لارو اړوند يې ورسره خبرې کړې.
په دې ليدنه کې چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده کړو عمومي رييس توريالي مجيدي هم حضور درلود؛ پيل کې د همکارو ملي او نړيوالو مؤسسو استازو د خپلو ستونزو اړوند د وزارت رهبرۍ سره معلومات شريک کړل.
وروسته د فني او حرفوي زده کړو عمومي رييس توريالي مجيدي د خپلو خبرو په ترڅ کې د نويو هوکړه ليکونو لاسليک کې ځنډ، د مخکنيو هوکړه ليکونو څخه دقيق نظارت، د کړنو دقيق معلومول، د پروګرامونو پلي کولو څخه مخکې د جوازونو تر لاسه کول او د ولايتي رياستونو او اقتصاد، ماليې وزارتونو سره کم رنګه همغږي د بنسټيزو ستونزو څخه ياد کړل. 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وزير بشير احمد ته ينج د مسولينو د ستونزو او د شته فرصتونو اړوند خبرو اوريدلو څخه وروسته د موسسو استازو سره د همکارۍ ژمنه وکړه، و يې ويل: موږ د مؤسسو سره د نږدې همکاري پياوړې روحيه او د دې موسسو د مرستو لرونکي يو؛ موږ د ستونزو حل ته ژمن يو اما له ټولو همکارو موسسو څخه جدي غوښتنه کوو چې د فني او حرفوي زده کړو اړوند قوانين او مقررات مراعت کړئ؛ څو راتلونکي کې د ورته ستونزو سره مخ نه شو.

تازه ترین اخبار

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

اثنين, يناير 26 2026 11:56 صباحا
Background image

التقى معين شؤون العمل بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير

 

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير، الكابتن جاهد عظيمي، والوفد مرافق له.

في بداية اللقاء. . .

باز گشت به اخبار